د فراه مسوولان وايي چې د دې ولایت په فراهرود ولسوالي کې د «دوراهي» په سیمه کې د بار وړونکو موټرو لپاره نوی تمځای جوړیږي. د جوړېدو کار یې نن یکشنبه، د لړم څلورمه پیل شوی دی.
د فراه د ځمکني ترانسپورت د تنظیم رییس سیداحمد ساجد، وویل چې دا تمځای به د ۳۴ میلیونو ۴۷۹زرو او ۴۰۰ افغانیو په لګښت د ترانسپورت وزارت لهخوا پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د یوه کال په موده کې جوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې په دې تمځای کې به څلور برجونه، جومات، رستورانت، د موټرچلوونکو د هستوګنې ځای او نور اړین اسانتیاوې ولري، څو د موټرچلوونکو او مسافرو اړتیاوې په دې سیمه کې پوره شي.
دا پروژه د ولایت د ترانسپورت په برخه کې د پراختیا او د خلکو د خدمت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.


