Asset 1SWN

کابل کې د خصوصي سکټور پروړاندې د شته ننګونو پېژندنې لپاره یوه‌ورځنۍ غونډه جوړه شوه

سرپرست-وزارت-صنعت-qq4mo4gl6spoa43qvu509jyuvvgxbov8ww9p0ea4js

د افغانستان د خصوصي سکټور په پرمختیا کې د ننګونو په ګوته کولو او د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره بازارونو ته د لاسرسي د غوره تګلارو ارزولو په موخه د خصوصي سکټور او مرستندویه ډونرانو یوه‌ورځنۍ اقتصادي غونډه په کابل کې جوړه شوه.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بشري مرستو پر ځای، د افغانستان پر بنسټیزو زېرمو پانګونه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه: «موږ د خصوصي سکټور د ودې لپاره د برښنا، سړو خونو، صنعتي پارکونو، د ځانګړیو اقتصادي زونونو جوړولو، صادراتي مرکزونو، په بندرونو کې د تاسیساتو جوړولو، ټکنالوجۍ او ماشینرۍ او پرمختللې اوبو لګونې برخه کې اړتیا لرو چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه خپله پالیسي له بشري مرستو زېربناوو او پرمختیا ته واړوي.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان له ملګرو ملتونو غواړي چې له هېواده بهر د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي، ملګري ملتونه باید د افغانستان بانکي ستونزې حل کړي او افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو لپاره اړینې اسانتیاووې برابرې کړي.

بله‌خوا د ملګرو ملتونو مسوولانو په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګار وکړ. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتوت وویل، د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ د ټولو مسوولیت دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې تر څنګ، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان زیاتوي چې اوس د افغانستان د اړتیا وړ ۵۰۰ قلمه توکي د هېواد په دننه کې تولیدېږي چې له ډلې یې د ۱۳۳ توکو په تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د یادونې ده چې د خصوصي سکټور او مرستندویه ډونرانو د یوې ورځنۍ اقتصادي ناستې پایلې به د افغانستان سرپرست حکومت او نړیوالو بنسټونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام