سلاموطندار د ځوانانو ودونو کې د منځګړي «رویبار» رول ارزونې په موخه له ۵۵ ځوانانو سره مرکې کړې چې پایلې یې ښيي، منځګړيتوب یا منځګړی د ځوانانو ودونو کې مهم رول لري.
په دې راپور کې له ۵۵ ځوانانو سره مرکې شوي چې ۲۲ یې، متاهل او ۳۳ یې، مجرده دي. د واده شویو له ډلې، ۱۴ هغه وايي، د خپلو خپلوانو په مرسته مقابل لوري سره اشنا شوي او بیا یې، واده کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل اوسېدونکې فرشته وايي چې اووه کاله وړاندې له خپل اوسني خاوند سره د خپلوانو په مرسته معرفي شوه چې وروسته یې، واده وکړ. «د پلار تره مې زموږ کور ته ډېر راته؛ د پلار د تره ګاونډي خپل زوی ته واده کاوه؛ هغه زه ورپېژندلې وم، ډېره ښه کورنۍ ده او درک لري، د همدې لپاره مې د پلار تره ته دعا کوم.»
د کابل بل اوسېدونکی احمد بیا وايي: «هغه څوک چې واسطه کېږي، باید دواړه لوري ښه وپېژني، ځکه واده پېچلې موضوع ده او دوه کسان کلونه کلونه ګډ ژوند کوي.»
د ۳۳ مجرده کسانو له ډلې ۲۸ هغه وايي، واسطه کولای شي چې د هلک او نجلۍ د کورنیو ترمنځ د اړیکو ټينګولو لامل شي.
۲۰کلنه بلقیس مجرده ده. دا وايي: «د منځګړي شتون کولای شي چې مرسته وکړي، په ځانګړې توګه چې دوی زړه سواندي او پوه وي؛ خو که واسطه د فشار او محدودیت لامل شي، ممکن ستونزې رامنځته کړي.»
د ځوانانو په وینا، منځګړي باید یوازې د معرفي تر بریده رول ولوبوي او نه باید د ځوانانو پرېکړه نیونې کې مداخله وکړي.
په ورته مهال یوشمېر کورنۍ بیا وايي چې ځوانانو ته د مشورو ورکولو چارې باید قانوني وي. د دوی په وینا، حکومت د رسمي دفترونو په پرانېستلو سره کولای شي چې دغه چاره جوړښتي کړي.
کبرا چې د پنځو ماشومانو مور ده، وايي: «واسطه ښه ده؛ ځکه د ځوانانو ودونه اسانوي؛ که قانوني وي، ښه به وي، څو ځوانان په سادهګۍ وکولای شي، خپل مقابل لوری انتخاب کړي.»
شعیب چې څلور نجونې او یو زوی لري، وايي: «واسطې له پخوان شتون درلود؛ خو په دودیزه توګه؛ که په منظمه توګه دغه موضوع وڅارل شي، ښايي ځوانان په اسانۍ وکولای شي چې د خپلې خوښې مېرمن او یا هم خاوند پیدا کړي.»
دیني عالم عمر مختار نېکزاد بیا وايي چې اسلام دین کې د واسطې ځای ارزښمن او د ستایلو وړ دی. هغه وویل: «هغه کس چې خیر ته لارښوونه کوي، داسې دی، لکه هغه کار چې خپله دی کوي او اجر ورکول کېږي؛ منځګړیتوب نېک کار دی. څوک چې منځګړیتوب کوي، وروسته هېڅ مسوولیت نهلري؛ منځګړي، باید د واده چارو کې لاسوهنه ونهکړي.»
ټولنپوه مصطفی عاقلي وايي، د دواړو لوریو ترمنځ د واده لپاره منځګړیتوب هغه مهال ګټور وي چې واسطه کوونکی کس له دواړو لوریو څخه پېژندګلوي ولري. «د افغانستان په څېر ټولنه کې کورني، مذهبي، یا ټولنیز معیارونه د خاوند او مېرمنې ټاکلو ډېر رول ولري چې منځګړي کولای شي، د یادو معیارونو پليکولو کې مرسته وکړي؛ هلته ګټور دی چې د لارښود په توګه وي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان وايي، هڅه کوي چې ځوانانو ته د غوره واده لپاره طرحې جوړې کړي. د یاد وزارت ویاند سیفالله اسلام خیبر سلاموطندار ته وویل: «د واده اسانتیا لپاره پروګرامونه شته چې څنګه په راتلونکې کې د عامه ذهنیت سمون او ټولنه کې د ناسمو دودونو لهمنځه وړو لپاره عامه پوهای ورکړو.»
افغانستان کې د وادونو لپاره منځګړيتوب یا رویبار د یوه دودیز او ټولنیزو فرهنګ په توګه پېژندل کېږي او یوشمېر باور لري چې منځګړیتوب کولای شي، د کورنیو ترمنځ اړیکې پیاوړې او وادونو کې د ترینګلتیا او ستونزو رامنځته کېدو مخه ونیسي.