د لوګر د څلورمې پلې لوا قوماندان مولوي محمدګل خیبر سلاموطندار راډيو ته ویلي چې پرون د جمعې ورځ، مازدیګر مهال د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند په «التمور» سیمه کې پر ماشومانو د هاوان سرګلوله چاودلې چې له کبله یې څلورو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، دا پېښه هغه مهال شوې چې یادو ماشومان په التمور سیمه کې د بوټو پر راټولولو بوخت وو.
محمدګل خیبر وايي، په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. هغه زیاتوي چې ټپیان یې د لوګر ولایتي روغتون ته لېږدولي او په خبره یې، روغتیایي حالت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
څه موده مخکې د لوګر په محمداغې ولسوالي کې هم د ناچاوده مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د لوګر تر څنګ، په یوشمېر ولایتونو کې د ناچاودو مرمیو چاودنو کې یوشمېر ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.