د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولانو له لوري په مرکز میدان‌ښار کې د شمالي ولایتونو سېلاب‌ځپلیو کورنیو ته د مرستو راټولولو صندوق کېښودل شوی دی.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، په مرکز میدان‌ښار کې د ټولو حکومتي ادارو په همکاري د بغلان، بدخشان او غور ولایتونو د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره صندوق کېښودل شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي له ټولو سوداګرو او خیریه بنسټونو وغوښتل چې له یاد صندوق سره تر خپلې وسې همکاري وکړي.

جلالي وایي، د ولایت مقام په ولسوالیو کې هم حج-اوقاف امریتونو ته سپارښتنه کړې چې د ولسوالیو په کچه دې، دوی د شمالي ولایتونو سېلاب‌ځپلیو ته مرستې راټولې کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره ورځ د میدان‌وردګ ګاونډ لوګر کې هم سېلاب‌ځپلیو کورنیو ته د مرستو ټولولو خېمه درول شوې چې درې ورځې به په پرله‌پسې توګه مرستې راټولې او زیانمنو شویو کورنیو باندې به ووېشل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام