د پکتيا ولايتي مسوولان وايي، په مرکز ګردېز کې د ناامنه سيمو زدهکوونکيو لپاره د ليلې ودانۍ جوړه شوه او ډېر ژر به زده کوونکي ترې ګټه واخلي.
د پکتيا والي محمد حليم فدايي وويل، دغه ودانۍ د ۴۶ ميليونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې د پوهنې وزارت له پرمختيايي بوديجې جوړشوې چې د ۲۸۰ زده کوونکيو د اوسېدو وړتيا لري.
فدايي وايي، دغه ودانۍ ۷۲ خونې لري او په نږدې راتلونکي کې به يې ډوډۍ خوړو لپاره هم ځای جوړ شي.
د نوموړي په وينا، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به هغه زدهکوونکيو ته د زدهکړې زمينه برابره شي چې په ناامنه سيمو کې له زدهکړو بې برخې پاتې شوي وي.
د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل، هڅه کوي چې د پوهنې په کيفيت کار وکړي. ځاځي زياته کړه، دا مهال پکتيا کې د ۷۰ ښوونځيو پر ودانيو کار روان دی او په راتلونکي کال کې به د اقرا پروګرام تر چتر لاندې د ۱۰۳ ښوونځيو چارې پيل شي چې په دې سره به د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي ستونزه ۹۵ سلنه حل شي.
پکتيا کې ۴۰۶ ښوونځيو کې له دوه سوه زره زيات زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي چې نيمايي يې ښوونځيو لپاره ودانۍ نهلري.