د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت عليخان جمعه، فبرورۍ ۱۴مه، یوه غونډه کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د دغه هېواد پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي په دې خبري ناسته کې وویل، یوه مهمه مسله چې اسلامي امارت سره د هغه هېواد اړیکې ترینګلې کوي، افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک مرکزونه دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي؛ خو په خبره یې، تر هغو چې دغه مسله حل نهشي، د دواړو هېوادونو ګډه همکاري به بېپایلې وي.
نوموړي وویل:«افغانستان د پاکستان ګاونډی دی. یو له هغو مهمو مسایلو څخه چې زموږ اړیکې خرابوي، افغانستان کې له «ټيټيپي» سره د تړلو ترهګرو د پټنځایونو شتون دی. دغه مسله مو د افغانستان له سرپرست حکومت سره شریکې کړې او بیا هم ټینګار کوو چې دغه ستونزه باید هواره شي.»
خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمدتکل سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت چا یا ډلې ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
هغه وویل: «اسلامي امارت په وار وار دې برخه کې خپل دریځ په ډاګه کړی، اوس هم هماغه دریځ لري چې چاته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.»
د پوځي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ رامنځته شوي اختلافات باید د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم د افغانستان او پاکستان ګډو فرهنګي او مذهبي اړیکو ته په اشارې وايي، د سولې او ثبات لپاره دواړه هېوادونه دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري او د تحریک طالبان پاکستان په اړه شته اختلافات باید له رسنیو سره د خبرو پر ځای، د دواړو هېوادونو د ګټو په پام کې نیولو سره حل شي.
هغه وویل: «دا باید د خبرو له لارې حل شي، ځکه افغانستان او پاکستان یوه بل ته اړتیا لري، افغانستان له پاکستان سره اوږده ډیورنډ کرښه لري، نو پاکستان سره ښې اړیکې مهمې دي، همداراز د افغانستان نظام پیاوړتیا لپاره، نو ا.ا دې هڅه وکړي چې د خبرو له لارې قناعت ورکړي.»
د پوځي او استخباراتي چارو کارپوه صادق شینواری وايي، پاکستان تل د افغانستان په اړه دوه ګونی چلند درلودلی او په وینا یې، دغه هېواد باید د خپلو کورنیو ناامنیو پړه پر افغانستان ونه اچوي. «پاکستان دې دغه هېواد کې د ترهګرۍ مرکزونه چې فعال دي، وتړي. پاکستان باید افغانستان سره دوهګونی سیاست ونهلوبوي، څو دا ستونزې حل شي.»
د پاکستان لومړي وزیر او د ترکیې ولسمشر دې وروستیو کې افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي او له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.