د رسنیو یوشمېر مسوولان وایي، د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو د جواز نه‌تمدید به د خبریالانو حقوقي ملاتړ کم کړي، د رسنیزو فعالیتونو فضا به محدوده کړي او د خبریالانو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه له خنډ سره مخ شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې خبرپاڼه کې د رسنیو  ملاتړو درې بنسټونو د فعالیت جواز د تمدید او د لسو نورو بنسټونو د جواز د لغوه‌کېدو اعلان کړی دی.

یاد بنسټونه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړي چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د فعالیت جوازونه تمدید کړي.

د کاپیسا اوسېدونکی او د یوې محلي راډیو مسوول سعدالله صالحي د یادو بنسټونو جواز د لغوه کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دغه چاره به د خبریالانو د حقوقي ملاتړ د کمښت لامل شي.

هغه وویل: «بې له شکه د حکومت دې پرېکړې د رسنیو مسوولانو او خبریالانو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړې دي. دا کار کولی شي د خبریالانو قانوني ملاتړ کم کړي، د فشارونو پر وړاندې یې زیان‌پذيري زیات کړي او د رسنیو د فعالیت چاپېریال محدود کړي. که د ملاتړ بنسټونه کمزوري شي، د خبریالانو ستونزې به مسؤلینو ته لږ رسیږي.»

د پروان د یوې محلي راډیو مسوول مبارز محمدي د خبریالانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو اغېزمن رول ته په اشارې سره، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړي چې په دې اړه له سره پرېکړه وکړي.

هغه وویل: «یوشمېر موسسې چې په رښتیا د خبریالانو ملاتړ کوي، د خبریالانو د ظرفیت د لوړولو لپاره تعلیمي پروګرامونه چلول.
خو اوس د دوی جوازونه د تمدید په حالت کې نه‌دي چې دا کار پر خبریالانو منفي اغېز کولی شي. زموږ غوښتنه له وزارت اطلاعاتو او فرهنګ څخه دا ده چې باید د دغو مؤسسو جوازونه تمدید کړي او زمینه دې برابره کړي چې د خبریالانو د ظرفیت د لوړولو تعلیمي پروګرامونه پر مخ یوسي.»

بل‌خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په جلا جلا خبرپاڼو کې د رسنیو ملاتړو بنسټونو رول د افغانستان په رسنیز جوړښت کې مهم بللی او د دغو بنسټونو د محدودېدو یا تړل‌کېدو له امله د خبریالانو پر مسلکي فعالیتونو او د معلوماتو د لاسرسي پر حق د منفي اغېزو په اړه اندېښنه څرګندوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې، د رسنیو یوشمېر کارپوهان د سلام‌وطندار سره په خبرو کې وایي، د رسنیو د ملاتړ کوونکي بنسټونه د رسنیو او خبریالانو د دفاع مهمه ستنه ده او د دغو بنسټونو د فعالیت د جواز لغوه کېدل به د هېواد پر رسنیزې ټولنې جدي ګوزار وي.

د پوهنتون استاد او د رسنیوچارو کارپوه شهزاد ارین وایي: «په بېلابېلو ټولنو کې که داسې مؤسسې شته، نو د دوی دنده د خبریالانو او رسنیو ملاتړ دی. خو ځینې وختونه دا مؤسسې له خبریالانو څخه د لویو پروژو غوښتنه کوي، څو د هغې په بدل کې ملاتړ وکړي. که د دې مؤسسو شمېر ډېر زیات شي او له یوې مشخصې څېړنې/فلتر څخه تیر نشي، نو دا کار د رسنیو او خبریالانو په کار منفي اغېز کولی شي.»

موږ هڅه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم په دې اړه واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره بریالي نه‌شو.

یاد وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې له ارزونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ د درې بنسټونو د فعالیت جواز تمدید کړی او د نورو بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي.

یاد وزارت د ځینو بنسټونو د جواز د لغوه کېدو لامل د خبریالانو او رسنیو له نوم ناوړه ګټه اخیستل، د خبریالانو شکایتونه او د ډېری بنسټونو غیرفعاله‌والی بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام