د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو یوشمېر متقاعدین سلام‌وطندار ته وايي چې اړوند بنسټونو ته له مراجعې سره سره، پر دې نه‌دي بریالي شوي چې خپل تقاعد ترلاسه کړي.

د دوی په وینا، د خپلو حقوقو ترلاسه کولو  کې د ځنډ له کبله دوی له بېلابېلو ستونزو سره لاس او  ګرېوان دي. دوی زیاته کړه چې د ژمي لپاره د سون، خوراکي او غیرخوراکي توکي نه‌لري.

په ورته مهال د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د پوهنې او لوړ زده‌کړو وزارتونو د متقاعدینو د ورکړې نېټه، د مراجعینو د ګڼې‌ګوڼې له امله نه‌ده اعلان شوې، خو په وینا یې، د تقاعد د ورکړې بهیر روان دی او ټول متقاعدین به خپل حقوق ترلاسه کړي.

۶۹کلن عبدالوحید قدوسي وايي: «موږ تقاعد شوي یو، خو تر اوسه مو د تقاعد له خزانې څخه څه نه دي ترلاسه کړي. هغه وخت چې تقاعد بند شو، د تقاعد خزانه هم بنده شوه. موږ هم ځکه مراجعه ونه کړه چې کومو کسانو مراجعه کړې وه، هغوی هم تراوسه خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي. اوس چې دا نوي جدولونه اعلان شول، د همدې لپاره مو مراجعه وکړه، خو هغه وېب‌سایټونه چې د دولت له‌خوا ورکړل شوي وو، نه خلاصیږي.»

صابر سروري چې درې کاله وړاندې د لوړو زده‌کړو وزارت څخه تقاعد شوی، وايي: «درې کاله کېږي چې موږ تقاعد شوي یو، خو په دې موده کې مو د اسلامي امارت له لوري هېڅ شی نه دی تر لاسه کړی. ژوند ډېر سخت دی، انسان مجبوره دی چې یا ډوډۍ په پور وخوري او یا هم په پور ورځ تېره کړي. زموږ د ورځې تېرېدل همداسې دي، نور هېڅ نه لرو. هېڅ ډول اسانتیاوې نشته. د ژمي موسم دی، یخني ده، د سکرو، لرګیو او نورو لګښتونو ستونزې ډېرې دي. د خلکو ستونزې ډېرې شوې دي او د هر چا غږ پورته دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د کاپیسا اوسېدونکی نورالدین چې د پوهنې وزارت متقاعد او تراوسه یې، خپل حقوق نه‌دي ترلاسه کړي، وايي: «په هغه موده کې چې موږ کار کړی، دولت باید د هغه خدمت په بدل کې چې موږ ترسره کړی، له موږ سره همکاري وکړي او زموږ حق راکړي. خو کله چې موږ د معارف ریاست او مستوفیت ته مراجعه وکړه، زموږ د معاش د ورکړې په برخه کې هېڅ ډول امتیاز او یا حق موږ ته ورنه کړل شو. دا روښانه ده چې کله زموږ معاشونه نه ورکول کېږي او دا امتیازات نه عملي کېږي، نو په طبیعي ډول د کورنۍ ستونزې لا ډېرېږي او ټولې ستونزې پر یو بل اغېز کوي.»

بل‌خوا د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د متقاعدینو نوملړ په نوبتي ډول اعلانېږي او په ځنډ د دې نوملړ خپرول، پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو کې د ګڼې‌ګوڼې مخنیوی دی.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر سلام‌وطندار ته وویل: «د متقاعدینو لېستونه د نوبت له مخې اعلانېږي. ان‌شاءالله د معارف او لوړو زده‌کړو لېستونه به هم ډېر ژر اعلان شي. هره میاشت د ۵ یا ۶ وزارتونو لېستونه، د ځینو خپلواکو ادارو په ګډون، خپرېږي. همدارنګه په ځینو وزارتونو لکه د دفاع او کورنیو چارو وزارت کې لېستونه په جلا جلا ډول اعلان شوي؛ یو ځل د جنرالانو او بل ځل د ډګروالانو لېست خپور شوی دی. د دې کار موخه دا ده چې له بې‌نظمۍ او ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي او خلک له ستونزو سره مخ نه شي.»

د افغانستان په اداري جوړښت کې مخکیني کارکوونکي او د دولتي بنسټونو متقاعدین په ۶۵کلنۍ کې یا د ۴۰ کالو خدمت وروسته، د تقاعد د ورکړې مستحق ګڼل کېږي  او د مړینې په صورت کې دغه امتیازونه د تقاعد شوي کس مېرمن او  اولادونو ته ورکول کېږي چې عمرونه یې، له ۱۸کلونو ښکته وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام