د سمنګان ځايي مسوولان وایي، دغه ولایت کې ۶۵۰ زلزلهځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرستې چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په ملاتړ برابرې شوي، نن (یکشنبه، جدي ۲۱) هغو کورنیو ته ووېشل شوې چې د روان کال د عقرب میاشتې د دولسمې نېټې په زلزله کې زیانمنې شوې وې.
سمنګان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نشراتو مدیر شبیراحمد شاهین وایي، دغو مرستو کې د ماشومانو، ښځو او نارینهوو لپاره ژمني کېټونه شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یو شمېر هغه زلزله ځپلې کورنۍ چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي خوښي څرګندوي، خو وایي چې د سړې هوا له امله لا ډېرو نورو مرستو اړتیا لري.
دوی زیاتوي، د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخ دي او که بشري مرستې ورسره ونه شي، سخته ژمی به تېر کړي.
دغه مرستې داسې حال کې سمنګان کې زلزلهځپلو ته وېشل کیږي چې تر دې وړاندې هم هغه کورنۍ چې د روان کال د عقرب میاشتې د دولسمې نېټې په زلزله کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي، لا هم سرپناه نهلري.


