پېژندپاڼه هغه سند دی چې له مخې یې، په یوه هېواد کې د کس قانوني شتون ثابتوي؛ خو افغانستان کې ډېری مېرمنې له دې سند او له خپل رسمي هویت محرومې دي.
سلاموطندار په دې راپور کې له شلو داسې مېرمنو سره مرکې کړې چې پېژندپاڼې نهلري. د مرکو پایله ښيي چې دغه مېرمنې نهشي کولای زدهکړې وکړي، کار وکړي، سیمکارټ واخلي او یا هم بشري مرستې ترلاسه کړي.
په ورته مهال د مرکو پایلې دا هم ښي چې کورنۍ د نجونو لپاره د پېژندپاڼو اخیستلو برخه کې بېپامه دي او کورنیو کې ژور جنسیتي تبعیض، له هغو عواملو ګڼل شوي چې له کبله یې، دغه مېرمنې له خپل رسمي هویت بېبرخې پاتې شوې دي. دغه مېرمنې د ۱۷ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري.
برسېره پر دې یوشمېر پېژندپاڼې نهلرونکې مېرمنې وایي چې د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله له بنسټیزو حقونو او اسانتیاوو بېبرخې پاتې شوې دي.
د یادو ښځو له ډلې، پنځه یې وایي چې کله یې له مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو غوښتنه کړې، د پېژندپاڼې د نشتون له امله ورسره مرسته نهده شوې. همداراز، پنځه نورې مېرمنې د زدهکړیزو ټولګیو له ګډون محرومې شوي، پنځو بیا کاري فرصتونه له لاسه ورکړي او درې نورې ان د سیمکارت اخیستو توان هم نهلري.
۳۴کلنه حفیظه د هرات اوسېدونکې ده. دا وایي نږدې درې لسیزې ژوند یې کړی، خو لاهم په رسمي ډول د دولت په اسنادو کې شتون نهلري. د هغې په وینا، پلار یې باور درلود چې نجونې پېژندپاڼې ته اړتیا نهلري. حفیظه زیاتوي، که څه هم څو ځله یې د پېژندپاڼې د اخیستو هڅه کړې، خو بریالۍ شوې نهده.
نوموړې وايي: «پلار مې د تذکرې اخیستو سره موافق نهو او موږ ته یې تذکرې وانخیستې. زما خوېندې او د ورونو مېرمنې مې ډېرې لېواله دي چې تذکره واخلي؛ خو شرایط ډېر سخت دي او نهشي کولی تذکره ترلاسه کړي.»
سمیرا چې ۲۲کاله عمر لري او د بدخشان اوسېدونکې ده، هم له هغو نجونو څخه ده چې تراوسه یې رسمي هویت نهدی ثبت شوی. هغه وایي، کورنۍ یې هېڅکله ورته پېژندپاڼه نهده اخیستې، هغه څه چې د هغې ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړې وایي: «خپلې کورنۍ ته مې وویل چې راته تذکره واخلئ؛ خو راته یې وویل ته نجلۍ یې او تذکرې ته اړتیا نه لرې. له همدې امله له ډېرو ستونزو سره مخ یم.»
۳۳کلنه حافظه، د کابل اوسېدونکې ده؛ له هغو ښځو څخه ده چې د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله له مرستندویه بنسټونو څخه محرومه پاتې شوې ده. هغه وایي: «د پېژندپاڼې نشتون ډېرې ستونزې راپېښې کړي دي. څو ځله د مرستو لپاره مراجعه مې وکړه، خو د تذکرې نشتون له امله بریالۍ نه شوم.»
صدیقه ۴۰کاله عمر لري او د کابل اوسېدونکې ده، هغه وايي: «تذکره نهلرم او څو ځل مرستې راغلې؛ کله چې د وکیل گذر دفتر ته ولاړم، ویل یې چې پرته له تذکرې امکان نهلري. دې حالت ډېره ناراضه کړم.»
۲۵کلنه سما د کابل اوسېدونکې او له رسمي هویت پرته د سیمکارت اخیستو حق هم نهلري. نوموړې وایي: «تذکره نهلرم او کله چې د سیمکارت اخیستو لپاره ورغلم، ویل یې چې پرته له تذکرې نهشي اخیستل کېدای. رښتیا ډېره ناراضه شوم.»
۳۷کلنه حسینا د هرات اوسېدونکې ده؛ د تعلیم د حق نه محرومه شوې ده. هغه وایي چې له درېیم ټولګي وروسته یې ښوونځي ته دوام نه دی ورکړی: «زدهکړې مې نهدي کړي؛ ځکه تذکره مې نه درلوده او له درېیم ټولګيوروسته مې ښوونځي ته دوام نهدی ورکړی. څو ورځې مخکې زموږ په کلي کې د سواد زدهکړې، خیاطۍ او د مېوو پروسس کورسونه راغلل، خو زه ونه توانېدم ګډون وکړم.»
۲۷کلنه تجلا د لوګر اوسېدونکې ده او له هغو ښځو څخه ده چې د پېژندپاڼې نشتوالي یې د کار او مسلکي فرصتونو ترلاسه کول، ورته ستونزمن کړي دي. هغې ویلي: «څو ځله مې د دندې لپاره غوښتنه وکړه، خو ځکه چې تذکره مې نه درلوده، ونه منل شوم او بېکاره پاتې شوم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۲۹کلنه حلیمه د پروان اوسېدونکې ده؛ د برښنايي پېژندپاڼې نشتوالي له امله د رقابتي ازموینو له ګډون محرومه شوې ده. هغې وویل: «څو ځله مې مراجعه وکړه، خو کله چې مې تذکره ترلاسه کړه، زما او د نیکه مې نوم کې ستونزه وه او لګښت یې هم ډېر زیات و. بیا د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدم ازموینو کې ګډون وکړم.»
د ښځو د حقونو فعالان وايي چې د پېژندپاڼې نشتوالی، د ملي او بشري هویت د نشتون معنا لري او خلک د ټولنې له ارزښتونو بې برخې کوي.
دوی له د نفوسو د احوالو ثبت ادارې څخه غوښتنه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې د جوماتونو له لارې د پېژندپاڼې د اخیستلو په اړه معلومات خپاره کړي. د دوی په وینا، د احوالو ثبت باید د دولت او اړونده بنسټونو په لومړیتوب کې وي، څو هر وګړی خپلې بشري او قانوني حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د ښځو د حقونو فعاله هما رجبي وایي: «د ښځو لپاره د تذکرې نشتون یوه لویه ستونزه ده چې د هغوی انساني کرامت او بنسټیز حقونه له منځه وړي. تذکره د انسان هویت دی او د نشتون معنی یې دا ده چې ملي، بشري او ټولنیز حقونه نه لري. هغه ښځې چې تذکره نه لري، د روغتیايي خدماتو، سفر، تعلیم او د رای ورکولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.»
د بشري حقونو برخې کارپوهان وايي، د ښځو رسمي هویت نشتوالی د ټولنې د سنتي فکر له امله رامنځته شوی چې ښځې یې د قانوني او انساني حقونو څخه محرومې کړي او د خدماتو او فرصتونو د ترلاسه کولو پر وړاندې لوی خنډ دی.
دوی ټینګار کوي چې ډېری نارینه د کورنۍ لهخوا ښځې د پېژندپاڼې اخیستو څخه محروموي او دا کار د ښځو لپاره ننگ ګڼي او مخنیوی یې کوي.
د بشري حقونو مدافع، سمیعالله عزیز وایي: «ښځې چې تذکره نهلري، د زدهکړې، درملنې، کار، سفر، واده او حتی د خپل هویت د ثبوت حق نهلري. داسې ښځې نه حکومت پېژني او نه هم قانون یې ملاتړ کوي.»
خو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي، د پېژندپاڼې د صدور په برخه کې هېڅ توپیر یا تبعیض نه شته. د دوی په وینا، اوس مهال په ټول هېواد کې ۸۱ فعال مرکزونه د پېژندپاڼې د وېش لپاره فعالیت کوي او یو مرکز هم د هېواد څخه بهر، په متحده عربي اماراتو (دوبۍ) کې شتون لري.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافع، وایي: «د تازه احصایې پر اساس، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ میلیونه وګړي د برښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کولو وړ دي چې له دې ډلې ۱۰.۶ میلیونه نارینه او ۶.۴ میلیونه ښځې دي. دغه خدمات په ۳۴ ولایتونو کې د فعالو مرکزونو له لارې وړاندې کېږي.»
د سلام وطندار موندنې ښيي چې ښځې او نجونې په کورنیو کې په بېلابېلو برخو کې له تبعیض سره مخ دي چې تل یې د ژوند په مختلفو برخو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.


