د هېواد شمالي ولایتونو کې له وروستۍ زلزلې د شاوخوا دوو میاشتو له تېرېدو وروسته، د د سمنګان د حضرت‌سلطان ولسوالي د «لرخویک، علی‌خیل او غزني‌ګک» سیمو اوسېدونکي د بېړنیو مرستو نه‌رسېدو څخه شکایت کوي.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي، د خیمو کمښت، د ملاتړیزو پروګرامونو نشتون، د خوراکي او سون توکو نشتوالي او د سړې هوا له امله د سلګونو کورنیو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ډېرعمر لرونکو ژوند له خطر سره مخ دی.

دغه کورنۍ له حکومت او مرستندویه بنسټونو هر څه ژر د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي او وايي، که د زلزله‌ځپلو وضعیت ته پام ونه‌شي، لوی بحران رامنځ ته شي.

نیازګل او حشمت‌الله زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د مرستو د وېش پر پروسې نیوکه کوي او وایي:

«زموږ خلک له مرستو محروم پاتې شوي او لا یې مرسته نه ده ترلاسه کړې. زموږ د کلي نیمایي خلکو مرسته نه ده ترلاسه کړې. بیکاري ده او ژمی دی؛ موږ غواړو چې دغو اړمنو خلکو سره مرسته وشي. موږ ته باید نغدې پیسې راکړل شي، ځکه کړکۍ او دروازې مو ماتې دي او باید له سره جوړې شي. خوړو، خیمو، لرګیو او سکرو ته اړتیا لرو.»

«موږ سره لا هم نغدي مرسته نه‌ده شوې. ځینو ته خیمې وېشل شوي، خو موږ ته نه دي رسېدلي. فعلاً په یوه نیمه وران کور کې ژوند کوو. دوه شپې کېږي چې باران وریږي، ټول ماشومان له ستونزو سره مخ شوي او ناروغه دي. زموږ کورونه له منځه تللي. غوښتنه کوو چې کورونه جوړ شي، نغدي مرستې وشي او خواړه وویشل شي؛ موږ هېڅ پیسې نه لرو، کورونه مو په بشپړ ډول ویجاړ شوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د حضرت‌سلطان ولسوالي د «کوک‌جر» کلي بل اوسېدونکی اجمل د سیمې د خلکو اړتیاوې په دې ډول بیانوي:

«خپله پوهېږئ چې ژمی دی، زموږ اړتیاوې سرپناه، اوړه، خوراکي مواد او نور اړین توکي دي. د جدي میاشت ده، وروسته به واوره او باران هم وشي، باید موږ سره مرسته وشي.»

دې سره، د سمنګان د حضرت‌سلطان ولسوالي ځايي مسوولان وایي چې د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو سره د بېلابېلو بنسټونو له خوا مرستې شوي.

د حضرت‌سلطان ولسوال عبدالوکیل حق‌یار وایي: «ډېرو دفترونو خلکو سره مرسته کړې. د دوی مرستو کې خیمې، نغدې پیسې، خوراکي مواد او د کور وسایل شاملیږي. فعلاً ځینو دفترونو سروې کړي، خو لا یې خپلې مرستې نه دي وېشلي. د دولت له‌خوا هم ملا برادر آخند سمنګان ته راغلی و او خلکو ته نغدي مرستې ووېشل شوې. د شهیدانو د کورنیو لپاره یوه لک افغانۍ او د هر ټپي لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې. هغو کسانو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي، د سمنګان د علماو شورا په مشرۍ کمیسیون پیسې وېشي.»

د هېواد شمال کې په ځانګړې توګه سمنګان ولایت کې د روان کال د عقرب میاشتې په دولسمه د ویجاړونکي زلزلې له امله پراخ مالي زیانونه او ځاني تلفات رامنځ ته شوي.

شمېرې ښيي چې دې طبیعي پېښه کې له ۳ زره څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي، ۲۷ کسان مړه او له زرو څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام