د دوی په خبره، که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو له امله د پکتیا ځنګلونه هم زیانمن شوي، خو خلکو ته د عامه پوهاوي د خپرولو له کبله د ځنګلونو د بیا احیا او ساتنې لپاره پاملرنه زیاته شوې ده.

په ورته وخت کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي چې د تېرو څلوورو لسیزو جګړو له امله د پکتیا د ځنګلونو یوه ډېره برخه له منځه تللې وه، خو اوس یې د بیا احیا لپاره تر یوه حده کار شوی دی.

پکتیا د یو هیواد یو له هغو ولایتونو شمېرل کیږي چې ډېری غرونه یې په ځنګلونو پوښل شوي خو د تېرو څلوورو لسیزو جګړو له امله یې ډیرې برخې د سیمه ایزو خلکو لخوا پرې شوي او ځینې یې د جګړو پرمهال له منځه تللي.

خو په دې وروستیو کلونو کې د کرنې ریاست او مرستندویه نړیوالو بنستونو لخوا د ځنګل میشتو سیمو خلکو ته دځنګلونو په اړه عامه پوهاوی د دې سبب شوی چې د ځنګلونو ونو پرېکولو مخنیوی وشي.

د پکتیا د ځاځي آریوب ولسوالۍ یو اوسیدونکي انور صدیقي سلام وطندار ته وویل چې له ځنګلونو د جلغوزیو حاصل راټولول په اوس وخت کې د سیمې د خلکو لپاره یوه عایداتي سرچینه ده.

هغه وویل که د ځنګل مېشتو سیمو خلکو ته د سون توکو لپاره بدیل او کاري زمینې برابرې شي نو یاده چاره به وکولی شي خلک د ځنګلونو د قطعه کولو څخه راوګرځوي.

د صدیقي په خبره چې د ځنګلونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی د دې سبب شوی ځايي خلک د ځنګل په ارزښت پوه شوي او په ډېرو سیمو کې د قومي تړونونو له مخې ځنګلونه ساتل کیږي.

د هغه په خبره چې د ځنګلونو څخه د جلغوزیو او چارمغزو حاصلات د زیاترو کورنیو لپاره یوه اقتصادي منبع ده خو په خبره یې په دې وروستیو کې د روان اقلیمي بدلون له امله ډیری ځنګلونه اغېزمن شوي او حاصلات یې هم کم شوي دي.

صدیقي وویل:

(له دې اقلیمي بدلون څخه ډیری ځنګلات متضرره شوي دي هغه مخکې د میوې حاصل یې چې نیوه هغه اوس نه نیسي.ډیرې د جلغوزیو ونې وچې شوې دي او ډېرې زیانمنې شوې دي.نو هغه مخکې د میوې حاصلات یې چې ورکول هغه اوس ځنګلات متضرره دي د اقلیمي بدلون له امله.)

د یادې ولسوالي یو بل اوسیدونکی خنان ځاځي هم وویل چې په دې وروستیو کې خلک د ځنګلونو په ارزښت پوه شوي او د ځنګل ساتنې لپاره خپل منځي تړونونه شوي.

د هغه په خبره چې له ځنګل څخه د سیمې هرې کورنۍ ته د جلغوزیو یوه اندازه عاید رسیږي چې تر ډېره ور باندې خپل کلني لګښتونه پوره کوي.

دی زیاتوي چې د ځنګلونو ساتنه د دې لامل شوې چې په ځنګل کې بیرته نوي نیالګي راشنه شي او په دې سره په ډېری سیمو کې ځنګلونه بیرته په طبیعي ډول بیا احیا شي.

(د ځنګلونو کومه ساتنه چې دی دلته په ځاځي اریوب ولسوالي کې قومي تړونونه دي هر کلی او هر قوم کاپي تړونونه لري هیچا ته اجازه نشته چې ځنګل ونې ووهي دغه کلي او قوم  دغه ونې خپله ساتي.)

پکتیا کې د ځنګلونو د ټولنې د برخې مسولان هم وایي چې په دې ورستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له امله ځنګلونو ته زیانونه اوښتي دي.

د ځنګلونو د ټولنې مشر (           ) ځدراڼ وویل په ژمي کې د هوا سړیدل او د درنې واورې اوریدل د دې لامل شول چې ځنګل کې ونې ماتې او ځینې یې وچې شي.

هغه وویل چې د ځنګلونو د ساتنې او بیاځلې احیا لپاره خلکو ته د عامه پوهاوي پرګرامونه تر سره کوي چې له مخې یې خلک هڅول شوی چې خپل منځي تړونونه وکړي ترڅو د ځنګل د پرې کېدو مخنیوي وشي.

هغه وویل د ځنګل مېشتو سیمو خلکو ته باید داسې پرژوې او پرګرامونه پلي شي چې خلک د ځنګل قطعه کولو ته اړ نشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په خبره، تر دې مهاله د کرنې ریاست او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو لخوا په زرګونه نیالګي کینول شوي خو په خبره یې چې دوی هم ډیری وخت له ځنګل څخه بیلابیل تخمونه راتولوي او په قوریه کې یې کري چې نیالګي ترې جوړیږي بیا یې غرونو ته انتقالوي.

(په همدې ترتیب سره موږ چې کوم تخمونه ټول کړو هغه که د لمنځو دي یا څیړۍ دي او یا د جلغوزیو دي هغه په قوریه کې کرو. کله چې کوم تخمونه را وټوکیږي او نیالګي شي بیا یې یو څه موده وروسته یې بیرته غرونو ته انتقالوو هغلته یې بیرته کرو.)

د طبیعي ځنګلونو د برخې کارپوهان هم وایي چې پکتیا کې موجود ځنګلونه د هیواد په کچه د چاپیریال د ساتنې لپاره خورا مهم دي خو په خبره یې چې په ورستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له امله د پکتیا ځنګلونه هم سخت زیانمن شوي دي.

د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي د طبیعي ځنګلونو د برخې استاد اسماعیل لاروي وویل، چې د اقلیمي بدلون په ټوله نړي کې تاثیرات شته خو په وینا یې چې د سویل ختیځ زون په ځنګلونو باندې د هند بحر تاثیرات موجود دي.

هغه وویل چې د ځنګلونو بیا احیا په طبیعي او مصنوعي ډول تر سره کیږي چې باید د سیمې خلک پرې وپوهول شي.

هغه زیاتوي چې که څه هم په اوس وخت کې د خنګل د قطعه کېدو مخینوي لپاره د کرنې ریاست په چوکاټ کې یوه نظامي قطعه رامینځته شوې چې تر یوه بریده یې د ځنګل د پرې کېدو مخه نیولې ده خو په خبره یې د سیمې د خلکو غربت او د کاري زمینې نشتون د دې لامل شوی چې اوس  هم ځنګلونه قطعه کړي.

د استاد لاروي په خبره چې حکومت د ځنګلونو د ساتنې لپآره باید د ځنګلونو د ملکیت ستونزه حل او د مدیریت لپاره یې باید په اداري چوکاټ کې تشکیل زیات کړي.

 (که په همدې ډول باندې ساتنه دوام وکړي نو زیاتره هغه ځنګلونه چې له مینځه تللي دي کیدای شي د طبیعي احیا په نتیجه کې دوباره ورغیږي. که چیرته د مصنوعي ځنګل کاري لپاره زمینه سازي وشي دا هم مثبتې پایلې لري.)

د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالداري ریاست مسولان هم وایي چې په دې وروستیو کلونو کې د شنې قطعې په رامینځته کیدو او خلکو ته د عامه پوهاوی د دې لامل شوي چې تر ۸۰ سلنه د ځنګل د پرې کیدو مخه ونیول شي.

د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي وويل چې تردې مهاله د پکتیا بیلابیلو ولسوالیو کې زرګونه د جلغوزیو او چارمغزو نیالګي کنیول شوي.

دی زیاتوي چې له کرنې ریاست سره د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا په برخو کې د نړیوالو او سیمه ایزو ټولنو همکاري ډېره ده، چې له مخې یې په دې وروستیو کلونو کې په بیلابیلو سیمو کې په زرګونه نیالګي کینول شوي او محلي ټولنې یې ساتنه کوي.

هغه وویل چې که نړیوال بنستونه ورسره مرستې زیاتې کړي د سیمې خلکو ته له ځنګل څخه د جلغوزیو تر څنګ د نورو حاصلاتو د تر لاسه کېدو زمینه برابریدی شي.

(مخکې خلکو د ځنګلاتو قطعې ته مخه کړې وه او ځنګلات یې قطعه کول خو سږ کال چې موږ څومره مالومات لرو او سروې مو کړې ده نو تقریبا اتیا سلنه وضعیت کنترول شوی او اتیا سلنه د ځنکلاتو د قطعې مخنیوی شوی دی.)

د مالوماتو له مخې، په پکتیا کې شاوخوا ۹۹ زره هکتاره غرونه د مختلفو ځنګلونو ونو پوښلي دي. د طبیعي ځنګلونو کارپوهان وايي، ځنګلونه د اقلیم د بدلون منفي اغیزې کموي او د چاپیریال لپاره حیاتي اهمیت لري. که د ځنګلونو د بیا احیا او د قطع کېدو مخنیوي لپاره نور ګامونه پورته شي، نو دا به خلکو ته د عاید یوه مهمه سرچینه شي. په دې سره به په ځنګل میشتو سیمو کې د خلکو ژوند ښه شي او بېوزلي به هم راکمه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام