د هرات د ارشاد، حج او اوقاف ریاست چارواکي وایي، نن (سه‌شنبه، د تلې ۲۲مه) د دې ولایت د رباط‌‌‌‌‌ سنگي ولسوالي په تورغنډۍ بندر کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارو پیل شوې.

د ارشاد، حج او اوقاف رییس بازمحمد نایاب وايي، دغه جومات د یاد وزارت د پراختیايي بودیجې په لګښت، د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د دیني مرکزونو د پراختیا او آبادۍ په هدف جوړېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نایاب په وینا، دا جامع جومات به د ۶۶۰ لمونځ‌کوونکو د ځای ظرفیت ولري او د جوړولو ټول لګښت یې شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

له دې وړاندې هم د یاد ولایت په نورو سیمو کې هم جوماتونه او نورې عامه ودانۍ جوړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام