پروان کې دې وروستیو کلونو کې مېکانیزه کرنې ته د کروندګرو پام زیات شوی.
پروان کې یو شمېر بزګرانو او کروندګرو سلاموطندار سره خبرو کې وویل، له کرنیزو ماشینونو په ګټې اخیستنې سره توانېدلي چې د ځمکې تیارولو پروسه یې څو برابره چټکه شي.
دوی وايي، مخکې به د ځمکو اړولو یا قلبه کولو څو ورځې وخت نیوه، یا به یې هم عمومي حشر او ګروپي کار ته ملا تړله، څاروي به یې ځمکو ته راوړل او تر ډېرو ستړیاوو وروسته به یې ځمکه کرنې ته اماده شوه.
خو د هغوی په وینا، اوس له ټراکټورونو او نورو کرنیزو وسایلو استفاده کوي.
د پروان د بګرام له نوښتګرو بزګرانو قاري میر حمزه وايي، اقتصادي ستونزې او بېوزلي لامل شوي چې ډېر شمېر کروندګر اوس هم دغو ماشینونو ته لاسرسی ونهلري.
یاد بزګر له مسوولو حکومتي ادارو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې له بېوسه بزګرانو سره د ماشینونو په برابرولو کې مرسته وکړي.
«د بزګرانو اقتصادي وضعیت په هغه اندازه نه دی چې د قلبې کولو ماشینونه واخلي یا یې په اجاره را ونیسي. له حکومت څخه مو هیله ده چې د قلبې ماشینونه واخلي او خلکو ته یې په واک کې ورکړي، څو د کوپراتیفونو له لارې له هغو نهګټه واخلي. اوس د دې وخت دی چې له پرمختللو کرنیزو وسایلو ګټه واخلو، هغه چې په نوره نړۍ کې اوس دود شوي.»
کرنه کې له پرمختللو کرنیزو وسایلو ګټه اخیستل نه یوازې دا چې کارونه په چټکۍ ترسره کوي، د بزګرانو لګښتونه یې هم د پام وړ راکم کړي او د کار لپاره د ډېرو کسانو لرلو ته هم اړتیا نه پېښیږي.
د پروان بل کروندګر زمریالی هم له کرنیزو پرمختللو وسایلو څخه په کارونې ټینګار کوي، خو غوښتنه یې دا ده چې له بزګرانو د ملاتړ لپاره زمینې زیاتې شي، څو وکولی شي دودیزه کرنه پر مېکانیزه کرنه بدله کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده زیاته کړه: «پخوا به چې یو بزګر غوښتل خپله ځمکه قلبه کړي، له څارویو او خرو به یې کار اخیسته چې ډېر وخت به یې نیوه، خو نن ورځ یو ماشین کولی شي په پنځو لیترو تېلو سره یو جریب ځمکه یوازې په ۱۵ دقیقو کې واړوي. مخکې به کروندګرو له وږو د غنمو بېلولو لپاره بادونو ته په تمه وو او په عین ډول د بادامو د پروسس او پاکولو لپاره به یې له ډبرو کار اخیسته، خو اوس د دې وخت دی چې کرنیزې ادارې پرمختللي وسایل واخلي او له بزګرانو د ملاتړ لپاره ورته زمینه برابره کړي.»
ورته وخت کې د پروان بل کروندګر ګلمیر دودیزه او پخوانۍ کرنه ډېر لګښت لرونکې او وخت نیونکې ګڼي.
نوموړی له پرمختللو کرنیزو ماشینالاتو استفاده د کرنې د پرمختګ لپاره اغېزمن ګڼي او ورته هیلهمند دی.
نوموړی وايي: «پخواني وخت ته په کتو اوس د ځمکو اړول ډېر اسانه شوي. اوسنی عصر له ډېرو اسانتیاوو سره دی. په خاص ډول ترېشل. مخکې به د حاصلاتو راټولو په موسم کې ان خپل کالي هم له ځانه سره وړل او شاوخوا شل ورځې یا یوه میاشت به هملته وو. اوس خو هر څه ډېره اسانه شوي په یوه ساعت کې هر څه خلاصیږي، بوز یوې خوا ته کړي، دانه بلې خوا ته. ډېر لرې نه دلته نږدې تاجکستان کې د کچالو کرنې پرمختللي ماشینونه استفاده کیږي، خپله یې کېنوي، ځای ورته برابروي او په هماغه یې راټولوي. که چېرې همدا ماشینونه افغانستان ته راوړل شي، بزګران به نور هم ورسره راحت شي.»
کرنیز کارپوهان وايي، پرمختللې او مېکانیزه کرنه کولی شي د حاصلاتو کچه څو برابره زیاته کړي، خو پایلې به یې هغه وخت ډېرې اغېزمنې وي چې په یادو برخو کې بزګرانو ته مسلکي روزنه او پوهاوی ورکړل شي.
ډاکټر احمدزیبر قاضيزاده ټینګار کوي چې له زدهکړو سره خوا کې له ځمکو د ګټې اخیستنې په پالیسۍ کې بدلون هم یوه جدي اړتیا ده.
هغه وايي: «لومړۍ دا چې له ځمکې څخه د ګټې اخیستنې او مدیریت لپاره باید منظمه پالیسي ایجاد شي. دویم باید کروندګرو ته د مسلکي خدمتونو زمینه برابره شي او درېیم دا چې له دوی څخه د ملاتړ لپاره لازمه ده اقتصادي همکاریو ته زمینه برابره شي. یوازې روزنه او زدهکړه نهشي کولی ستونزې حل کړي، مونږ باید مېکانیزه کرنې ته شرایط برابر کړو. د کرنیزو پورونو له لارې باید د بزګرانو لاسنیوی وشي، څو د حاصلاتو د زیاتېدو او پرمختللې کرنې شاهدان واوسو.»
دې سره هممهاله، د پروان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي نیازمحمد تایب د اټکل له مخې یادونه کوي چې د دې ولایت شاوخوا ۹۰ سلنه کروندګر پرمختللو کرنیزو وسایلو ته لاسرسی لري.
نوموړی ټینګار کوي چې د کروندګرو د هڅونې او له نویو وسایلو د کارونې لپاره د ملاتړ پروګرامونه یې تر لاس لاندې دي.
نوموړی وايي: «پرمختللې او مېکانیزه کرنې ته زمینه برابرول هرکال د پروان د کرنې ریاست د کارونو ځانګړې برخه جوړوي. له دې لارې بزګران هڅوو، له هغو نه یې د ګټې اخیستنې د پایلو په اړه ورسره معلومات شریکوو. د دې ولایت بزګران ډېره لېوالتیا لري چې مېکانیزه او پرمختللې کرنه ترسره کړي. ۲۸۲۸۸ هکټاره ځمکه د ماشینونو په وسیله اړوي او قلبه کوي. ۹۰ سلنه کروندګر د کرنې او حاصلاتو راټولونې پرمهال له ماشین الاتو ګټه اخلي.»
دا مهال د پروان له ډېرو کرنیزو دښتو د ماشینونو په وسیله د تازه اړول شوې ځمکې بوی راځي، هغه څه چې پخوانۍ کرنه یې له پرمختللې کرنې سره وصل کړې ده.
باور دا دی که له کرنیزې ټکنالوژۍ او پرمختللو وسایلو ګټه اخیستنه زیاتیږي او ورسره د عامه پوهاوي کچه لوړیږي، د کرنې اوسنی بڼه به تردې څو چنده پرمختللې او زیاته وي.


