د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له لوري د فلسطین په رسمیت پېژندل د «تروریزم لویه جایزه» وبلله.

هغه په یوه بیانیه کې زیاته کړه: «زه تاسو ته بل پیغام لېږم: دا به حقیقت ونه‌مومي؛  فلسطین هېواد به جوړ نه‌شي.»

نتنیاهو همداراز اعلان وکړ چې د هغه حکومت به په لویدیځې غاړې کې د ښارګوټو د پراختیا پلانونه پراخ کړي. نوموړي وویل چې د اسراییل رسمي ځواب به امریکا ته د ده له سفر وروسته اعلان شي، چیرې چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ سره به هم وګوري.

دغه څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې بریتانیا، کاناډا او استرالیا د یکشنبې پر ورځ په رسمي توګه فلسطین د یوه هېواد په توګه رسمیت وپېژاند.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د حماس لپاره «ستاینه» وبلله او څرګنده یې کړه چې دا ګام د اکتوبر پر اوومه د فلسطین د جګړې مستقیمه پایله ده.

یاد وزارت ټینګار وکړ چې د فلسطین د رسمیت پېژندنه د سیمې ثبات ته زیان رسوي او د شخړې د سوله‌ییز حل امکانات کموي. اسراییل به هېڅ ډول سند تایید نه‌کړي چې له حقیقت سره مطابقت ونه‌لري، یا هڅه وشي چې د نه منلو دفاعي سرحدونه ومني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام