Asset 1SWN

په لوړ قیمت د درملو پلورلو له امله ننګرهار کې روغتون تړل شوی

۲۳

ننګرهار کې یو خصوصي روغتون وتړل شو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د «رسولي» پو نوم یو خصوصي روغتون یې له دې امله تړلی چې په لور قیمت یې درمل پلورل.

د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمر ډاکټر صبغت الله صافي وویل، دغه کلینیک یې له دې امله تړلی چې د ۶۰۰ افغانیو درمل یې په یوه ناروغ په ۱۰ زره افغانۍ پلورلي وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د صافي د مالوماتو په اساس، یوه ناروغ دوی ته مراجعه وکړه او دوی تر پلټنې وروسته نوموړي ناروغ ته د هغه پاتې پیسې بیرته ورکړې او د سرغړونې له امله یې یاد کلینیک وتړه.

دا داسې مهال دی چې د خوست ولایت مقام هم تېره ورځ سه‌شنبه، سنبله ۱۵ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نرخونو د کنټرول او د احتکار مخنیوي کمېسیون خوست ښار کې ۸ درملتونونه چې له ټاکلي نرخ یې په لوړه بیه درمل پلورل، تړلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام