غور کې د چرګانو د ساري ناروغیو د پېښو په زیاتېدو سره، دولتي ادارو، د چرګانو روزونکو او وترنر متخصصانو ګډ اقدامات پیل کړي، څو د دې ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.
د غور اوسېدونکې فاطمه چې د خپلې کورنۍ د لګښت یوه برخه د چرګو د روزنې له لارې برابروي، له سلاموطندار سره په خبرو کې د چرګانو ناروغیو د نښو پېژندلو او د ناروغیو درملنې په اړه خپله شخصي تجربه داسې بیانوي:
«د چرګو ناروغۍ نښې اکثره د سستۍ، لږ خوراک، د بڼو لوېدل او کله ناکله نسناستې په بڼه ښکاره کېږي. ځینې وختونه چرګې تنفس کې ستونزه لري یا له ستوني یې ناسم غږونه راځي. کله چې زه داسې نښې ووینم، نو لومړی ناروغه چرګه له نورو یېله وم، بیا له وترنر ډاکتر سره اړیکه نیسم. همداراز، د فارم پاکوالي، پاکو اوبو، سالم خوراک او پر وخت واکسین ته ځانګړې پاملرنه لرم.»
اخوا، سلیمان کریمي چې غور کې د چرګانو د یوه ستر فارم لرونکی دی او له ۵۰۰۰ زیات چرګان لري، د چرګانو ناروغیو جدي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي.
«په میاشت کې له دې چرګو څخه شاوخوا ۲۰ زره هګۍ تولیدوو؛ خو د ناروغیو خپرېدل کولی شي درانه زیانونه واړوي. له همدې امله، سمدلاسه قرنطین، منظم واکسیناسیون او د فارم د شرایطو ښهوالی په جدي ډول تعقیبوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې سره، د مالدارۍ برخې کارپوهانو په دې باور دي چې د حفظالصحې اصولو ته نهپاملرنه او د واکسین د منظم پروګرام نشتوالی، د چرګانو ناروغیو د خپرېدو له اساسي لاملونو څخه دي.
غور کې وترنر ډاکټر سمیعالله راجي په دې اړه وايي: «نیوکاسل انفلونزا او کوکسیدیوز د چرګانو تر ټولو دود ناروغۍ دي. د ناروغو چرګوړو واردات، د چرګانو د ساتنې ناسم شرایط او آن د اقلیم بدلون هم د خطر د زیاتوالي عوامل دي. د چرګانو لرونکو روزنه او دقیق نظارت خورا اړین دی.»
د دې ترڅنګ، د غور د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان هم د دې ریاست د ملاتړیزو اقداماتو یادونه کوي او وایي چې د اقتصادي زیانونو د مخنیوي په موخه یې تل د چرګانو روزونکو ملاتړ کړی.
د غور د کرنې ریاست یو مسؤل احمدضیا سخیزاده له سلاموطندار سره په خبرو کې وايي: «د بیړني واکسین وېش، د روزنیزو ورکشاپونو جوړول، د ګرځنده وترنرۍ ټیمونو لېږل او پر فارمونو دوامداره څارنه زموږ له مهمو اقداماتو څخه دي. اصلي هدف مو د اقتصادي زیانونو مخنیوی او د کورني تولید ساتنه ده.»
څېړنې ښيي چې د حفظ الصحې په مراعت، په منظم ډول د واکسین په تطبیق سره د چرګانو فارملرونکو، وترنر ډاکټرانو او د اړوندو بنسټونو دوامداره همکاري د دغه بحران په مدیریت کې مهم رول لري.
مسوولان هیله څرګندوي چې د دغو تدابیرو د دوام په صورت کې به د چرګانو د ناروغیو خطر ټيټې کچې ته ورسیږي.


