له محدودیتونو تر بریا؛ د ګرافیک ډیزاین له‌لارې د یوې نجلۍ د پرمختګ کیسه

د میز تر شا ناسته ده او په څېره‌ یې د کمپیوټر د سکرین رڼا ښکاري؛ د خونې چوپتیا پر کیبورد د هغې د ګوتو کېکاږلو په غږ سره ماتیږي؛ هغه په یوه ګرافیکي ډیزاین کار کوي.

په داسې وخت کې چې ډیرې نجونې ونه توانېدې له محدودیتونو سره مبارزه وکړي، هغې وکولی شول چې له ښوونځي تر فراغت وروسته، د خپل پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

کونړ کې زلزلې ١٥٧ زره زده‌کوونکي له زده‌کړو محروم کړي

کونړ کې د زلزلې له امله په مرکز اسعداباد او ۷ ولسوالیو کې لسګونه ښوونځي وېجاړ شوي چې څه باندې ۱۵۷ زره زده‌کوونکي یې له زده کړو محروم کړي او د ۳ ښوونکو په ګډون کابو ۴۰۰ زده‌کوونکي مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د کونړ او اوسېدونکي وايي، که دې برخه کې بېړني ګامونه پورته نه‌شي د اولادونو راتلوونکی به یې له تیارو سره مخ شي.

شمالي‌کوریا د لویو وچو ترمنځ د ویشتونکي توغندي نوی انجن ازمویلی

د شمالي‌کوریا مشر کېم‌جونګ‌اون د لویو وچو ترمنځ د واټن ویشتونکي بالیستیک توغندیو لپاره د نوي انجن د ځمکنۍ ازموینې څخه څارنه کړې ده. هغه دغه ازموینه د خپل هېواد د ستراتیژیکو اتومي ځواکونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې یو «ستر بدلون» بللی دی.

غور کې ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د غور د امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د غور د امنیه قومنداني ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وویل: «د پسابند ولسوالي د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۵کسان د ۱۸۰۰ کیلوګرامو یامه سره چې د موټرسایکلونو په مرسته لېږول کېدل، په سنگان سیمه کې نیول شوي او یاد مواد سوځول شوي دي.»

اسراییلو د دوو ورځو پرمهال غزه کې «۵۰ لوړې ودانۍ» نړولي

د «العربیه» خبري شبکې د راپور له مخې، اسراییلي پوځ د غزې په ښار کې د السلام برج بمبار کړی دی.

دغه برید د هغه وروسته شوی چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دوشنبه (د وږي ۱۷مه) اعلان وکړ چې د تېرو دوو ورځو پرمهال د غزې په سیمه کې ۵۰ هستوګنیزې لوړې ودانۍ ویجاړ شوي او دا یوازې د پراخ پوځي عملیاتو پیل بلل شوی دی.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر: حماس به له جګړې وروسته حکومت ونه‌کړي

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس اعلان کړی چې دغه اداره به د عربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې په مالي او سیاسي ملاتړ، د غزې پوره واک پر غاړه واخلي.

هغه ټینګار وکړ چې حماس به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په حکومت کې هېڅ ډول ونډه ونه‌لري او بیا یې څرګنده کړه چې د غزې سیمه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده.

لغمان کې مېرمنې «رادیو او ټلوېزیون» د پوهاوي کچې لوړولو ښه وسیله بولي

لغمان کې مېرمنو ته د رسمي زده‌کړو چاپېریال تر ډېره محدود دی، خو راډیو او ټلوېزیون بیا دغه ولایت کې د خلکو عامه پوهاوي برخه کې د پام وړ وسیلې بلل کېږي. دغه رسنۍ نه یوازې مېرمنو ته دا امکان ورکوي چې دیني، روغتیايي، روزنیزې او حقوقي معلومات تر لاسه کړي، بلکې کورنۍ او ټولنه کې د دوی د ونډې پر لیدلوري هم اغېز لرلی شي.

پنجشېر کې یوې مېرمنې په یو میلیون افغانیو یو جومات جوړ کړی

د پنجشېر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ابشار ولسوالي د یوه جومات چارې بشپړې او بل جومات له ترمیم وروسته ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د ابشار ولسوال، محمدعلي حق‌شناس،  (د وږي ۱۷مه) سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالي نوی مسجدالنور په رسمي توګه پرانیستل شوی او همدارنګه د قلعه‌بالا د کربه‌ګلاب‌‌خېل سیمه کې یو بل جومات چارې ترمیم شوي دي.

سمنګان کې په ۲۸ میلیونه افغانیو د اوبورسولو شبکې جوړېږي

د سمنګان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي چې د ۲۸میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د څلورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو څلورو شبکو چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پرون دوشنبه، (د وږي ۱۷مه) د دره‌صوف بالا ولسوالي کې پيل شوي دي.

بدخشان کې ټرافیکي پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

د بدخشان مسوولان وايي، درایم ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې پرمهال د یوې مېرمنې او دریو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسانو ژوند بایللی.

د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسان‌الله کامګار وویل، پېښه تېره وځ (دوشنبه، سنبله ۱۷) د درایم ولسوالي «زرک» سیمه کې هغه مهال وشوه، کله چې سراچه موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.