Asset 1SWN

د اسیا شل‌اوریز جام؛ افغان کرکټ لوبډله نن هانګ‌کانګ سره لوبه کوي

کرکټ افغانستان هانګ کانګ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا شل‌اوریز جام سیالیو لومړۍ لوبه کې نن شپه هانګ‌کانګ سره مخ کیږي.

دغه لوبه نن سه‌شنبه د ماښام په ۷ بجو د اوبوظبۍ کرکت نړیوال لوبغالي کې پيلیږي.

افغان لوبډله به د اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه بنګله‌دېش او درېیمه سریلانکا سره ترسره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سږ کال اسیا جام سیالیو کې ۸ ګډون‌کوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، عربي متحده امارات او عمان لوبډلې دي او دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ لوبډلې شاملیږي.

له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې به د دغو سیالیو څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام