د افغانستان کرکټ بورډ د روان ۲۰۲۵ کال د شل اوریز اسیا جام سیالیو لپاره ۲۰ کسیز نوملړ اعلان کړ چې په کې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او ۳ لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې اخیستل شوي.
کرکټ بورډ نن (یکشنبه، سنبلې دویمه) ویلي، په دغو لوبغاړو کې رحمانالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، محمد اسحاق، شرفالدین اشرف، نوینالحق، فضلالحق فاروقي، فرید ملک، مجیب ځدراڼ، الله محمد غضنفر، نور احمد او لوبډلمشر راشد خان شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه وفيالله ترهخېل، ننګیال خروټی او عبدالله احمدزی احتیاطي لوبغاړو کې دي.
باید وویل شي چې د اسیا کپ سیالۍ به د راتلونکې سپټمبر له ۹مې تر ۲۸مې ترسره شي.
افغانستان به د پیل لوبه کې له هانګ کانګ، دویمه لوبه کې بنګلهدېش او درېیمه لوبه کې له سرېلانکا سره مخ شي.