مصنوعي ځیرکتیا د پام وړ د پرمختګ په حال کې ده، خو ځینې ځوانان یې‌ د نوښت او نیوکو وسیله بولي چې یوشمېر نور بیا پر مصنوعي ځیرکتیا ډېر تړاو، د استعدادونو د کمېدو په اړه اندېښمن کړي دي.

سلام‌وطندار له ۴۵ ځوانانو سره د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې مرکې کړي او د دوی بېلابېل نظرونه یې راټول کړي دي. له دې ډلې ۲۴ ځوانانو ویلي چې مصنوعي ځیرکتیا (هوش مصنوعي) د دوی د زده‌کړې او ظرفیت لوړوالي لامل شوی، خو نهو نورو بیا برعکس ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا پهکارولو سره یې خپل ظرفیتونه کمزوري شوي دي. همدارنګه ۱۲ نورو ټینګار کړی چې ځوانان باید د مصنوعي ځیرکتیا کارول منظم مدیریت کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی او د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم کال زده‌کړیال ۲۱کلن کاشف او ۲۵کلن هدایت چې د بلخ پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي زده‌کړیال دی، وايي چې له مصنوعي ځیرکتیا په ګټې‌اخیستنې سره یې، وړتیا ډېره شوې ده.

هغه وویل: «د مصنوعي ځیرکتیا کارول زما پر استعداد او شخصي وړتیاوو مثبت اغېز کړی دی. دا راته د معلوماتو د شننې ډېرې ساده لارې په لاس کې راکوي او زه باور لرم چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته لا ډېر پرمختګ کولی شم. غواړم په څېړنه، نوښتونو او د پروګرامونو په جوړولو کې لا ډېر مهارت ترلاسه کړم.»

هدایت هم وویل: «همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا کارول کولای شي استعدادونه را برسېره کړي، مهارتونه پیاوړي کړي او نوې اثار وزېږوي. تراوسه پورې یې زما د تمرکز او تفکر کچه نه ده راکمه کړې، بلکې ډېر ګټور تمام شوی دی. هو، دا راته ډېره انګیزه راکوي. کله چې کومو معلوماتو ته اړتیا ولرم، زرترزره ورته لاسرسی موندلی شم او دا ما دې ته هڅوي چې لا ډېرې څېړنې وکړم.»

خو بل‌خوا محمدشاهي چې ۲۱ کلن دی او د هرات پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د درېیم کال محصل دی او شاهین چې ۱۷کاله عمر لري او د کندوز د یوه ښوونځي د دولسم ټولګي زده‌کوونکی دی، د مصنوعي ځیرکتیا پر اغېزو او د هغې پر تړاو داسې وايي چې دا کولای شي ذهن کمزوری کړي.

محمدشاهي وویل: «له کچې زیات کارول یې زما استعداد او ظرفیت راکم کړی، ځکه کارونه اسانه کوي او دا لامل ګرځي چې له خپل ذهنه لږه استفاده وکړم. زه فکر کوم مصنوعي ځیرکتیا څو ګامه له موږ مخکې ده او دا لامل کېږي چې محصلان بې‌انګېزې شي او له خپل خلاقیت څخه کمه ګټه واخلي.»

شاهین وویل: «مصنوعي ځیرکتیا زما د مطالعې لیوالتیا کمه کړې او زه پرې متکي شوی یم. د درس پرمهال ډېر وخت بې‌پروا کېږم، ځکه وایم چې که بند پاتې شوم له مصنوعي ځیرکتیا به کار واخلم. که مصنوعي ځیرکتیا وي، زما له نظره ټول فکري خلاقیت او استعداد له‌منځه ځي، ځکه پرته له هغې انسان نه‌شي کولای، حتا یوه پوښتنه یا موضوع ته ځواب ووایي.»

سیدرضا چې د ننګرهار په یوې رسنۍ کې د ادبي چارو په برخه کې بوخت دی او د مصنوعي ځیرکتیا څخه د انځورونو او ګرافیک د جوړولو لپاره کار اخلي، وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا د سمو ګټو لپاره اړینه ده چې ځوانانو ته د روزنیزو ورکشاپونو زمینه برابره شي.

هغه وویل: «د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د کار د کیفیت ساتل ستونزمن دي او د دې لپاره چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي، اړینه ده چې ځوانانو ته روزنیز ورکشاپونه جوړ شي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې څنګه کولای شو له مصنوعي ځیرکتیا څخه په سمه او ګټوره بڼه استفاده وکړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فردوس، چې ۲۲ کلن دی، په دې باور دی چې د مصنوعي ځیرکتیا مثبت یا منفي اغېز د ځوانانو په هڅو او فردي مدیریت پورې تړلی دی.

نوموړی همدارنګه وايي: «موږ ته پوهاوی راکوي او دا راښيي چې کوم ټکي په پام کې ونیسو او زموږ د پوهې کچه لوړه شي. ښه، دا په خپله په شخص پورې تړاو لري چې خپله هڅه وکړي او خپل استعدادونه لا ډېر کړي. هغه څوک چې هڅه ونه کړي، هېڅ ځای ته نه‌رسېږي. دا هم زموږ لپاره یوه اسانتیا ده.»

دغه ځوانان د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، مثبت اغېزو او فردي مدیریت په اړه داسې مهال خبرې کوي چې د مایکروسافټ د مصنوعي ځیرکتیا د څانګې رییس، د ۱۴۰۴کال د اسد په ۳۰مه، مصطفی سلیمان د ګشتَرِس (د مصنوعي ځیرکتیا روان‌پریشي) په اړه خبرداری ورکړ.

روان‌پریشي هغه کچه د تړاو ده چې یو فرد یو خیالي پدیدې د واقعیت په توګه مني.

له بل‌خوا، یوشمېر کارپوهان باور لري چې د مصنوعي ځیرکتیا تړاو ځوانان اسانه‌پسندۍ ته هڅوي او دوی نه شي کولای خپل استعدادونه په بشپړه توګه وښيي. د دې بحران د مخنیوي لار د کورنۍ او استادانو له‌خوا د ځوانانو کنټرول ګڼل کېږي.

پوهنمل سید الهام سادات چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په څانګه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې استاد دی، وايي: «که مصنوعي ځیرکتیا له منظم پلان جوړونې پرته د تعلیمي نظام برخه شي، کولای شي د فکري ودې پر ځای د محصلانو او ځوانانو په اساسي مهارتونو کې کمزوري رامنځته کړي. که یو ځوان پر مصنوعي ځیرکتیا متکي شي او خپلې څېړنې، تحلیلونه او حتی پروژې د دې په مرسته ترسره کړي، ورو ورو د دوی د خلاقیت او تفکر ځواک کمېږي.»

بل‌خوا، ارواپوه شرف‌الدین عظیمي او عبدالرحمن نبی‌زاده چې د کمپیوټرساینس پوهنځي استاد دی، پر ځوانانو د مصنوعي ځیرکتیا د توانمندسازۍ د مثبتو اغېزو په اړه داسې وايي: «مصنوعي ځیرکتیا مثبت اغېز هم لري. لومړی، تمرین او کار اسانه کېږي، وخت کم نیسي، مفاهیم ژر زده‌کېږي؛ د څو کتابونو د لوستلو پر ځای د مصنوعي ځیرکتیا کارول کیدی شي. همدارنګه د تحلیل، څېړنې او لارې موندنې زمینه برابروي او د زده‌کوونکو ځان باور ښه کوي.»

عبدالرحمن نبي‌زاده وویل: «د محصلینو او ځوانانو لیدلوری او فکري انطباق پراخوي او ډېر مثبت لیدلوری راتلونکې ته ورکوي. موږ کولای شو ووایو چې زموږ محصلین د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره په خپلو پروژو کې له دقیق تحلیل او معلوماتو کار واخلي، خپل مهارتونو ته وده ورکړي او همدارنګه دا کولای شي، ځوانانو ته د سرچینو ژر لاسرسی هم اسانه کړي چې د مصنوعي ځیرکتیا د سمې استفادې یو له ګټو څخه دی.»

موږ هڅه وکړه چې د سرپرست حکومت د مخابراتو وزارت ویاند سره د ځوانانو له لوري د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې د ننګونو د مخنیوي په اړه د دغه وزارت د پروګرام په اړه نظر واخلو، خو د هغوی ځواب مو ترلاسه نه‌کړ.

د UNDP د ۲۰۲۵ کال د سروې پر اساس چې په ۲۱ هېوادونو کې د کار، زده‌کړې او روغتیا په درېیو برخو کې شوې، راپورونه دا خبرې ردوي چې مصنوعي ځیرکتیا به په راتلونکو کلونو کې د انسانانو ځای ونیسي.

په دغه راپور کې راغلي چې راتلونکې د انسانانو په لاس کې ده او اوس وخت رارسېدلی چې په اړه یې پرېکړه وشي چې مصنوعي ځیرکتیا به د چا لخوا، د چا لپاره، او د کوم ډول کار لپاره وکارول شي.

د یادونې وړ ده چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې، مصنوعي ځیرکتیا په بې‌ساري توګه وده کړې او دغه وسایل د زده‌کړې، کار او رسنیو په برخو کې د خپلو کاروونکو له لوري په پراخه توګه استفاده کېږي

 په داسې حال کې چې ځینې اندېښمن دي چې دا به د تعلیمي او کاري میکانیزمونو لپاره ګواښ رامنځته کړي، یوشمېر بیا باور لري چې که په سمه توګه وکارول شي، کولای شي ځوانانو ته د توانمندسازۍ نوې فرصتونه برابر کړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام