د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پربنسټ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کندهار ښار په عینومېنه ښارګوټي کې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه د هدیرې لپاره د حج او اوقاف وزارت ته سپارل شوې ده.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ځمکو د وېش رییس مولوي سیدمحمدسعید او د اوقافو رییس مولوي حمدالله اخندزاده ګډون کړی وو. دواړو چارواکو د ځمکې د لیږد تړون لاسلیک کړ.
مولوي سید محمد سعید د غونډې پرمهال وویل: «موږ د مشرتابه د حکم په اساس دغه ځمکه د هدیرې لپاره ځانګړې کړه او د اوقاف وزارت ته یې وسپارله، څو د کندهار د خلکو اړتیاوې پوره شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز د اوقافو رییس مولوي حمدالله اخندزاده زیاته کړه: «دا ځمکه به یوازې د کندهار ښار د اوسېدونکو د هدیرې لپاره وکارول شي او ټول خلک به ورڅخه د مساوي استفادې حق ولري.»
کندهار د هېواد له سترو ښارونو څخه دی چې د نفوس د زیاتوالي او ښاري پراختیا له امله د هدیرې لپاره د نوي ځای اړتیا ورسره زیاته شوې ده. د ښار ډېری پخوانۍ هدیرې له ډکېدو سره مخ دي.
یاده دې وي چې یوه اوونۍ وړاندې هم د اسلامي امارت مشرتابه په سپینبولدک ولسوالي کې د ګمرک ریاست لپاره ۱۰۰۴ جریبه امارتي ځمکه ځانګړې کړې وه چې دا د عامه اړتیاوو لپاره د ځمکو د ځانګړې کولو د بهیر یوه برخه بلل کېږي.