غزني د هېواد په سوېلختیځ کې یو له مهمو او ګڼې ګوڼې ډکو سوداګریزو مرکزونو څخه دی؛ چې د دغه ولایت د ۱۸ ولسوالیو د اوسېدونکو ترڅنګ د میدانوردګ، پکتیا او پکتیکا د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي هم له همدې ځایه خپل اړین توکي اخلي؛ خو د هټیوالو لهخوا د ځینو پلو لاریو بندېدل، د خلکو لپاره د تګراتګ پرمهال ستونزې رامنځته کړې دي.
د غزني یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د ښار په ډېرو برخو کې هټیوال خپل توکي په پليلارو کې ږدي او دې کار خلک اړ کړي چې د پليتګ پرمهال له عمومي سړکونو څخه کار واخلي.
د غزني اوسېدونکي بشیر وویل: «یوه ستونزه چې د ټرافیک لامل شوې، همدا د پلو لارو بندېدل دي چې د هټیوالو له لوري په بېانصافۍ لارې بندې شوي؛ په ځانګړې توګه مېرمنې نهشي تللی، مشران او ماشومان د پیاده رو پر ځای پر سړک ځي چې همدا د ټرافیکي پېښو لامل کېږي.»
د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي شعیب هم وویل: «ځینې هټۍوال خپل توکي بهر ږدي او د پلي تک لاره بندوي، دا د بېنظمۍ لامل کېږي او همداراز ټرافیکي پېښې کېږي او له مسوولانو غواړو چې دې برخه کې اقدام وکړي.»
د غزني یوشمېر نور اوسېدونکي وايي چې د هټیوالو لهخوا د پليلارو بندېدل، ښار کې د تګراتګ پرمهال زدهکوونکو او ښځو ته ګڼې ستونزې رامینځته کړې دي.
د غزني یو بل اوسېدونکی عبدالرحیم وايي: «ښه بېلګه یې د میرصاحب شاه کوڅه ده چې یوه سوداګریزه سیمه هم ده، همداراز خصوصي او دولتي ښوونځي هم فعالیت کوي او د هټیوالو له لوري چې پلي تګ ته توکي راویستل کېږي، موږ غواړو چې مخه یې ونیول شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غزني کې د ټولنیزو چارو یوشمېر فعالان له ښاروالۍ څخه غواړي چې د پليلارو د پاکساتلو په برخه کې خلکو ته عامه پوهای ورکړي او پر هټیوالو هم فشار راولي.
د چارو کارپوه الفت هاشمي په دې اړه وویل: «لومړی باید عامه پوهاوی ورکړل شي او دویم ځل که پیاده رو وتړل شي، باید ورسره جدي چلند وشي او جریمه شي، څو دوی وپوهېږي چې دا یوه جدي مسله ده. خلک حق لري چې پلي تګ لارې استفاده کړي او پرته له هغې د پليتګ بندېدو سره به ګڼه ګوڼه ډېره شي.»
په همدې حال کې د غزني ښاروالۍ ویاند عبدالولي جلالزي سلام وطندار ته وویل چې د غزني ښار په ځینو سیمو کې یې پليلارې له سوداګریزو فعالیتونو څخه پاکې کړې؛ خو د ښاري نظم د بشپړ پليکولو لپاره لا هم کار روان دی.
نوموړي وویل: «د ښاري نظم لپاره بېلابېل کارونه ترسره شوي چې لدې ډلې څخه یوهم په ښار کې د کراچیو منظم کول دي او دغه لړۍ د ښار په څلور ناحیو کې جریان لري او د دوکانونو د مخې، هغه ناقانوني رغونې چې د دوکاندارانو له لوري شوي وې او پیاده رونه یې بند کړي وو او د تګراتګ مشکلات یې جوړ کړي وو هم د دغو هم مخنیوی شوی. د تولو ښاریانو څخه دا غوښتنه ده چې د ښاروالي ریاست سره ودرېږي او د خلکو لپاره هغه توکي چې د مزاحمت سبب گرخي، د پیاده رو نه دې ښکته کېږي او اجناس باید له پیاده رو نه لرې سي.»
یوازې د پليتګ لپاره د پليلارو ځانګړی کول د ښاري نظم یوه مهمه ځانګړتیا ده چې د تطبیق لپاره یې د ښاروالۍ جديت او د ښاریانو همکاري اړینه ده.


