د ایران د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي بریدونو له کبله تر دې مهاله ۴۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۳۵۰۰ نور بیا ټپیان شوي دي.

د ایران «نور» په نوم خبري رسنۍ دغه شمېرې د یاد هېواد د عامې روغتیا وزارت د چارواکو له قوله خپرې  کړې دي.

دغه کسان د روانې جون میاشتې له ۱۳مې راهیسې پر ایران د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

بل‌خوا الجزیرې خبري رسنۍ په یوه راپور کې د امریکا مېشت بشرحقونو فعالانو خبري اژانس له قوله ویلي چې د اسراییلو په یادو بریدونو کې تر دې مهاله ۶۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه خبري اژانس د ایران وضعیت له نږدې څاري او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې لوړپوړي پوځي چارواکي او ساینس‌پوهان هم شامل دي.

بل‌خوا یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې پر اسراییلو د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو له کبله بیا یوازې ۲۴ کسان وژل شوي دي. سلګونه نور بیا ټپیان دي.

ایران او اسراییلو نن شنبه، جون ۲۱مه د اتمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر یوه بل توغندیز، هوايي او ډرون بریدونه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام