Asset 1SWN

متقي او اسحاق‌ډار د سفیر کچې ته د اړیکو لوړول مثبت ګام بللی

امیر خان متقي اسحاق ډار

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړېدو په اړه ټيليفوني خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (یکشنبه، جوزا ۱۱) ویلي چې دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو کابل او اسلام‌اباد کې د سفیر کچې ته د ډیپلوماټیکو ماموریتونو لوړول مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې پړاوونه یې ژر ترسره شي.

همدارنګه دواړو لورو څرګنده کړه چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول به په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو پراختيا ته لار هواره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې د پاکستان بهرنیو وزارت د تېرې جمعې په ورځ وویل چې غواړي په رسمي توګه افغانستان کې خپل سفیر وټاکي.

د پاکستان له دغو څرګندونو وروسته اسلامي امارت هم وویل چې د پاکستان حکومت له دغې پرېکړې هرکلی کوي او په متقابل ډول به اسلام‌اباد کې د افغان سفارت د شارژدافير کچه د سفير سطحې ته لوړه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام