Asset 1SWN

سلام وطندار

روغتیا نړیوال سازمان: افغانان د تنباکو ډولونو کې نسوار ډېر کاروي

نسوار

د روغتیا نړیوال سازمان «تنباکو ته د نه‌» نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانانو ترمنځ تر ټولو ډېر کارېدونکي تنباکو نسوار دي.

دغه سازمان نن (شنبه، جوزا ۱۰) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې له هرو څلورو لویانو یو یې په منظم ډول نسوار کاروي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ د تنباکو مصرف مخ په ډېرېدو دی.

افغانستان کې د دغه سازمان استازي ادوین سنیزا سالوادور له هېوادوالو غوښتي چې «د تنباکو زیانونو پر وړاندې د خلکو له روغتیا او هوساینې په اتحاد سره محافظت وکړي.»

هغه زیاته کړې چې دغه بهیر باید ودرول شي، ترڅو د افغانستان د راتلونکو نسلونو روغتیا هم تضمین شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي له سرپرست حکومت، مدني ټولنو او کورنیو غوښتي چې د تنباکو له ګواښ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې اطلاع رسونه وکړي.

که څه هم هېواد کې د تنباکو مصرف په اړه تازه شمېرې نه دي مشخصې، خو د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۲ کال راپور کې ویلي وو چې د افغانستان ۲۷ سلنه وګړي تنباکو مصرفوي چې ۲.۷ سلنه یې هم ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان لومړی ځل ۱۹۸۷ کال کې د مې ۳۱ مه «تنباکو ته د نه» نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

د دغې ورځې نومولو څخه موخه، د تنباکو زیانونو په اړه د پوهاوي عمومي سطحې لوړول او د مصرف کمولو لپاره یې د سیاستونو تطبیق په برخه کې د حکومتونو هڅول دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام