د هلمند د امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د تېرو څو اوونیو په ترڅ کې یې د لښکرګاه ښار ترڅنګ په بېلابېلو ولسوالیو کې د ناقانونه وسلو د ګرځولو مخنیوي په موخه پراخ کشفي عملیات کړي او ګڼې وسلې یې نیولې دي.
د امنیه قومنداني ویاند ملا عزتالله حقاني سلاموطندار ته وايي چې په نیول شویو وسلو کې سپکې او درنې وسلې شاملې دي.
هغه وویل: «په بېلابېلو حوزو او ولسوالیو کې مو عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې ۵ میله کلاشینکوپ، ۸ میله توپانچې، ۲ میله ثقیلان، د راکټ یوه پایه دوربین، یوه پایه مخابره او شاوخوا ۲۰۰۰ مختلفالنوعه مرمۍ مو ونیولې.»
نوموړی زیاتوي، دا ډول عملیات به دوام ولري، څو د غیرقانوني وسلو له امله د رامنځته کېدونکو جرمونو او ناامنۍ مخه ونیول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «زموږ هدف دا دی چې ټولنه له غیرقانوني وسلو پاکه کړو، څو خلک په ډاډه زړه خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړي.»
له تروریزم سره د مبارزې مسوول مولوي سیدولي سعید له ولسونو غواړي چې د ناقانونه وسلو پر ضد روانو هڅو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
نوموړي وویل: «موږ ټول هلمندي وروڼه ډاډمن یوو چې د ناقانونه وسلو د ګرځېدو مخه به په کلکه نیسو. له ولس غواړو چې په دې برخه کې زموږ همکار شي، څو امنه سیمه ولرو.»
د ناقانونه وسلو شتون د ګڼو جرمونو، ناامنۍ او ټولنیزو شخړو اصلي لامل ګڼل کېږي او چارواکي وايي، هڅه کوي چې د ولس په همکارۍ دا ستونزه لهمنځه یوسي.


