په داسې حال کې چې افغانستان کې ښځې د سرپرست حکومت لخوا د پراخو محدودیتونو له امله د کار او زده‌کړې له حق څخه محرومې دي، د امریکا د مرستو بندېدو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فرمان د هغوی لپاره یو نوی بحران رامینځته کړی دی.

د سلام وطندار موندنې ښيي چې د امریکا دغه پرېکړه افغانستان کې د ډیری ملاتړیزو او پراختیایي پروژو ځنډېدو لامل شوي او سلګونه ښځې یې بې‌کاره کړي دي او دامهال د اندېښنې وړ وضعیت سره مخ دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جنوري په ۲۰مه، یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې د امریکا بهرنۍ پراختیایي مرستې یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

له هغې وروسته په افغانستان کې د USAID ټولو پروګرامونو ته امر وشو چې خپل فعالیتونه ودروي او ورپسې اپریل میاشت کې د بیړنیو بشري مرستو ځنډول پیل شول.

سلام‌وطندار په دغه راپور کې له ۳۰ اوزګاره ښځو او ۱۳ سازمانونو سره مرکې کړي چې د امریکا د مرستو د کمښت له امله اغیزمنې شوې دي. همدارنګه له دغې پریکړې وروسته یې خپاره شوي راپورونه او شمېرې هم څیړلي دي.

د دې راپور د موندنو له مخې، د مرکو شویو ټولو ښځو له ډلې ۵ یې په رسنیو کې، ۴ یې د رواني درملنې په برخه کې، ۳ یې په تعلیمي، ۳ یې په روغتیايي سکتور، ۱۰ یې د اداري کارمندانو په توګه او ۵ یې د امریکا په ملاتړیزو پروګرامونو کې د ساحوي کارمندانو په توګه کار کاوه. دامهال ټولو دغو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

له یوې خصوصي رسنۍ څخه بېکاره شوې عایشه امیري وايي، د ښوونیزو پروګرامونو تولید په برخه کې یې فعالیت درلود.

«دا پروژه د یونیسف او متحده ایالاتو لخوا تمویل شوې وه. موږ په دې پروژه له اتو میاشتو څخه ډیر وخت کار وکړ، خو له بده‌مرغه، د امریکا د مرستو له ځنډیدو سره، موږ بېکاره شو او هیڅ کار یا عاید نلرو. موږ له ډیرو ستونزو سره مخ یو. راتلونکی زموږ لپاره تیاره دی.»

له کندوز ولایت څخه نازیتا د BDN مالي موسسې کارکوونکې وه او له هرات ولایت څخه مریم چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما سره کار کاوه، اوس دواړه بېکاره دي.

دوی وايي:

«د امریکا د ولسمشر ټرمپ پرېکړه بېلابېلو سکتورونو کې اداراتو سره د مرستو بندېدو لامل شوه او طبعآ زموږ په ژوند یې منفي اغیزه کړې. د دندې له لاسه ورکولو له امله مونږ اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»

«زه له دریو میاشتو راهیسې بېکاره یم. د امریکا د مرستو د کمولو له پریکړې وروسته، ډیری دفترونه وتړل شول، پروژې بندې شوې. زه له بېکاره کارمندانو څخه یم. دا واقعا یو لوی او ناڅاپي بدلون و. ما هیڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به وزګاره شم، دا ډیره سخته وه. زه له بېکارۍ سره عادت نه یم او دا په ریښتیا هم زما په ذهن ډیر فشار راوړي. ما ته هم مالي زیان اوښتی. کله چې زما معاش بند شو، زه د پخوا په څېر د خپل کور لګښتونه نه شم کنټرولولی.»

هغه ښځې چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته بېکاره شوي، د دې پروګرامونو د بیا پیل غوښتنه کوي او وايي، که دا پریکړه دوام وکړي، نو په افغانستان کې به ښځې له بېساري ستونزو سره مخ شي.

شبانه سعیدي چې په بدخشان ولایت کې یوه قابله ده او صدیقه چې په بغلان ولایت کې یوه اداري کارکوونکې ده، وايي:

«څلور میاشتې کیږي چې ټرمپ دفترونه وتړل او له افغانستان سره یې مرستې بندې کړې. زه اوزګاره یم او زما اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. موږ د دفترونو د بیا پرانیستلو او د مرستو د بیا پیل په تمه یو، ترڅو موږ وکولی شو، د قابله‌ګانو یا ټولنیزو کارمندانو یا په دې برخه کې د یوې فعالې په توګه خپلې دندې بیا پیل کړو. موږ هیله لرو چې د ټرمپ پریکړه به ژر تر ژره بدله شي او افغانستان سره بیا مرستې پیل شي.»

«میاشتنی عاید ښه و، دومره وو چې موږ د خپل ځان او کورنۍ مالي ستونزې حل کولی شوې. زه نه‌پوهیږم چې هیله ولرم او کنه. موږ له انقلاب راهیسې ناهیلۍ کې ژوند کوو، د ټرمپ پرېکړې موږ د افغانستان خلکو ته یو بل ګوزار راکړ.»

سلام‌وطندار په دې راپور کې د امریکا لخوا ملاتړ کېدونکو ۱۳ سازمانونو سره هم خبرې کړې دي.

له دې ډل څخه، څلورو سازمانونو په بشپړه توګه خپل فعالیت بند کړی، ۷ یې سخت زیانمن شوي او د تړلو په درشل کې دي او یوازې دوه یې د ستونزو سره سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

دا سازمانونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بشري سکتورونو، حقوقي او رواني مشورې، تعلیم، روغتیا، کرنې، د ښځو پیاوړتیا او ظرفیت لوړولو په برخو کې فعال دي.

سلام‌وطندار د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، شمس طلوع ټولنیز سازمان، انقطار، د افغانستان لپاره پراختیایي موسسې (BDOA)، اوحرا، د رڼا په لور ګام، د بشري مرستو موسسې، د افغانانو ملاتړ سازمان (SAPO)، SOCA موسسې او بحران کې د افغانانو ملاتړ سازمان (SACHO) سره خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) د اړیکو مشر عبدالخالق صدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې د نړیوالو مرستو بندېدو په افغانستان کې د دې ادارې په کار ژوره اغیزه کړې ده:

«له بده‌مرغه ​​افغانستان کې د بهرنیو مرستو بندېدل او د بشري فعالیتونو کمښت د IRC او د نړیوالې ژغورنې کمیټې په څیر د سازمانونو په کار ژور او پراخه اغیزه کړې ده. دې پریکړې مونږ افغانانو ته د حیاتي مرستو رسولو وړتیا په جدي توګه محدوده کړې. پخوا، موږ بېلا بېلو برخو کې د ډونرانو په همکارۍ افغانانو ته د روغتیا، تعلیم، اوبو، روغتیا، معیشت، او د زیان منونکو ماشومانو او میرمنو د ساتنې په برخه کې خدمات وړاندې کول. له بده‌مرغه، زموږ د پام وړ شمیر پروژې درول شوې دي. زموږ په لسګونو همکارانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. له بده‌مرغه، دې کار په میلیونونه افغانان له اساسي خدماتو څخه بې‌برخې کړي دي.»

له افغانانو د ملاتړ موسسې SAPO مشره فرزانه رحیمي وايي، که چېرې روان وضعیت همداسې دوام وکړي او ملاتړیز پروګرامونه ترلاسه نه کړي، اړ به شي چې خپله اداره وتړلي.

دغه سازمان له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ډېره ښځو او ماشومانو ته کار کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«ما مخکې د پروژو یادونه وکړه. مونږ هم ونه شو کولی چې کار وکړو. له بده‌مرغه یوه ننګونه ده ډېر کارکوونکي وو، ځواب مو کړل. نورې پروژې وې، ټاکل شوې وه چې مونږ تر ۵۰ پورې کسان وګمارو، خو مخکې له دې چې پوستونه اعلان ته ورکړو، مونږ ته ایمیل راغئ چې اوس دا پروژه ځنډېدلې. تر هغه چې د امریکا دولت له لوري اجازه ورکړل شي. له بده‌مرغه دا به افغانستان کې د بېکارۍ کچه نوره هم لوړه کړي.»

د افغانستان لپاره د بنسټیزې پراختیا موسسې BDOA مشره فروزان وايي چې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته یې د ادارې فعالیتونه بند شوي دي.

«زمونږ همکارانو ته د ډېرو ستونزو پېښېدو لامل شو، هغوی اوزګاره شول او اقتصادي ستونزو سره مخ شول. زمونږ سازمان ته هم له اقتصادي اړخه ډېر زیان ورسېده، تراوسه مونږ نه یو توانېدلي چې پروژه ترلاسه کړو، دا ټول د دې لپاره وو چې امریکا خپلې مرستې بندې کړې، او مونږ نور نه شو کولی چې پروژې تطبیق کړو.»

د نوي افغانستان لپاره د بشري مرستو وړاندې کولو موسسې مسوول سرفراز صاحب‌زاده وايي، بنسټ یې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې فعالیت درلود چې د امریکا د مرستو په بندېدو سره یې خپل ۱۱۰ کارکوونکي ځواب کړي چې ډېری یې ښځې وې.

«له بده‌مرغه د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته زمونږ په تشکیلاتو کې ډېری تغییرات راغلي. مونږ تقریبآ خپل ۱۱۰ کارکوونکي له لاسه ورکړي چې ډېری یې ښځینه دي. له څلورو میاشتو ډېر وخت کیږي چې فعالیتونه مو ځنډول شوي. له بده‌مرغه مونږ د خپلو فعالیتونو مخکې وړلو لپاره کافي بودیجه نه لرو. نه‌شو کولی د خپلو کارکوونکو معاش ورکړو. په همدې خاطر مو کارکوونکي رخصت کړي.»

ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان او د ښځو حقونو فعالان افغانستان کې د امریکا د مرستو بندېدو ناوړه پایلو څخه خبرداری ورکوي.

د اقتصادي مسایلو شنونکې امنه هاشمي او د ښځو حقونو فعاله حسنا روفي په دې اړه وايي:

«دغه اقتصادي فشارونه تر نورو ډېر په بېوزله کورنیو بد اغېز کوي، هغه کورنۍ چې نه شي کولی خپلې لومړنۍ اړتیاوې تامین کړي اوس له جدي مالي او ځاني بحران سره مخ دي. د کورنیو ظرفیتونو پیاوړي کول، غیردولتي سازمانونو سره همکاري او د هېواد له کورنیو سرچینو ګټه اخیستل هغه کړنلارې دي چې کولی شي په مرستو د تړلي پاتې کېدو کچه راټيټه کړي.»

«د دغو مرستو قطع کولو نه یوازې کورنۍ تر فشار لاندې راوستي، بلکې هغو ښځو ته یې زیان رسولی چې په مخامخ توګه یې د دغو پروګرامونو له لارې ملاتړ کېده. د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو تړلي پاتې کېدل، د ښځو لپاره د کاري فرصتونو محدودېدل او بلخوا د نړیوالو مرستو قطع کېدل، دا ټول هغه لاملونه دي چې افغانستان کې یې کورنۍ ترفشار لاندې راوستي د هغوی اقتصادي او رواني ثبات یې له منځه وړی دی.»

ورته وخت کې د چارو شنونکي د افغانستان پر بېلابېلو برخو د امریکا د مرستو د بندېدو له ناوړه پایلو څخه اندېښنه ښيي او وايي، دا په افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو منفي اغېز لري.

د رسنیو برخې فعال وحید غروال وویل، د نړیوالو مرستو قطع کېدل افغانستان کې د رسنیو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر وضعیت منفي اغېز لري او ان کولی شي پر مخاطبانو اغېز وکړي.

«اوسنیو شرایطو کې چې رسنۍ بد وضعیت سره مخ دي، د ملي او نړیوالو مرستو بندېدل بدې پایلې لري. د دغو مرسته‌کونکو په راس کې امریکا قرار لري، پخوا به یې له ازاده رسنیو او خبریالانو ملاتړ کاوه، خو اوس یې ملاتړ نشته. زمونږ ازادې رسنۍ یې تر فشار لاندې راوستي دي. دې کې شک نشته، چې که رسنیو کې نجونې ونه اوسي، مطبوع رسنۍ به هم د نجونو او ښځو لیکنې خپرې نه کړي، له یوه مخه به ټول د نارینه‌وو له خوا وړاندې کیږي، نو مالومداره خبره ده چې رسنۍ به خپل مخاطبان له لاسه ورکړي.»

د بشري حقونو فعال عبدالله احمدي وايي، د امریکا د مرستو بندېدو او د ملاتړیزو پروګرامونو ځنډېدو افغان ښځې له بد وضعیت سره مخ کړي دي.

«که قضیې ته له حقوقي اړخه وګړو د ملګروملتونو ټول غړي هېوادونه مکلف دي چې د خپل توان په مطابق هغو هېوادونو کې چې په کې په سیستماتیک ډول بشري حقونه نقض کیږي او انساني بحران سره مخ دي، خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د افغانستان وضعیت ته په کتو د امریکا په شمول هېوادونه باید خپلې مرستې جاري وساتي، ترڅو وضعیت کې مثبت بدلون راشي.»

د روغتیا برخې فعاله سمیرا شهیر رحیمي وايي، د امریکا مرستو بندېدو د افغانستان په روغتیايي برخې هم منفي اغېزې کړي او لامل شوي چې روغتیايي مرکزونه وتړل شي او لرې پرتو سیمو کې ناروغانو ته د صحي خدماتو وړاندې کولو کچه ټيټه شي.

هغې په دې اړه وویل:

«د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته د افغانستان روغتیايي وضعیت کمزوری شوی. کولی شو یو څو موارد ذکر کړو چې د بودیجې او روغتیايي خدماتو کچې کمېدل لامل شوي چې روغتیايي مرکزونه وتړل شي او یا خدمات محدود شي چې روغتونونه، کلینیکونه او د واکسیناسیون پروګرامونه په کې شاملیږي. لرې پرتو سیمو کې خلک صحي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري او د مرستو بندېدل لامل شوي چې طبي تجهیزات، درمل او روغتیاپالان چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره اړین دي، د لاسرسي وړ ونه اوسي. دغه موارد لامل شوي چې ناروغۍ او د خوارځواکۍ کچه لوړه شي.»

ورته وخت کې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یوه رپوټ کې ویلي چې د امریکا مالي ملاتړ کېدونکو پروګرامونو په منحل کېدو سره، موسیسو خپل کارکوونکي کم کړي دي.

دغې ادارې ویلي چې تېرو دریو میاشتو کې افغانستان کې ۲۲ پروګرامونه ځنډول شوي چې ټولیز لګښت یې ۱.۳ میلیارد ډالره کیږي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې سیګار همدارنګه ویلي چې روغتیايي برخه کې د ښځینه کارکوونکو کمښت په دلیل یونیسف وړاندوینه کړې چې روان کال به د مور د مړینې موارد ۱۶۰۰ او د ماشوم هم ۳۵۰۰ ته ورسیږي.

د سیګار موندنې ښيي چې امریکا له ۲۰۲۱ کال راهسیې افغانستان سره ۳.۸۳ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

د امریکا د مرستو په بندېدو سره نړیوالو سازمانونو هم افغانستان کې د اقتصادي او انساني بحران زیاتېدو څخه خبرداری ورکړی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، د رسنیو پر وړاندې د ډونالډ ټرامپ خبریالان له خطر سره مخ کوي.

د دغه سازمان په وینا، امریکا د USAID ادارې له لوري د نړۍ ۳۰ هېوادونو کې له ۶۲۰۰ خبریالانو، ۷۰۷ غیردولتي رسنیو او ۲۷۹ نجوګانو مالي ملاتړ کاوه چې اوس یې فعالیتونه بند شوي دي.

د خوړو نړیوال سازمان WFP هم  ویلي، د امریکا په مرستو سره میلیونونه کسان افغانستان کې لوږې سره مخ کيږي.

افغانستان کې د دغه سازمان مشري ویلي چې دغه سازمان یوازې کولی شي له نیمايي اړمنو سره مرسته وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO بیا ویلِ چي د امریکا د مرستو بندېدل د روان کال ترپایه ۱۰ سلنه افغانان روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي څخه بې‌برخې کوي.

له دې ټولو سره سره، د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د امریکا تر ملاتړ لاندې د پروګرامونو ځنډېدل مني او وايي، د خلکو لپاره د کاري زمینې برابرول، د دغه وزارت په لومړيتوبونو کې دي.

«داچې دې وروستیو کې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې چې د بېلا بېلو هېوادونو له لوري ترسره کېدې، بندې شوي، په دې اساس ټول هغه فعالیتونه چې د بشري مرستو په چوکاټ کې د ملګروملتونو ادارو له لوري وړاندې کېدل، هغه که روغتیايي، ښونیز او یا نورو برخو کې وو، شاید اوس ځنډېدلي وي. د مالي سرچینو کمښت په دلیل د ملګروملتونو د ځینو بنسټونو فعالیتونه چې د بشري مرستو رسولو په برخه کې یې ترسره کول متاثره شوي. د هېڅ انجو فعالیت نه دی بند شوی، خو ځینې هغه فعالیتونه چې د امریکا له لوري یې ملاتړ کېده، اوس ځنډېدلي دي. د اقتصادي ستونزو حل او د کاري زمینو برابرول زمونږ په کاري لومړیتوبونو کې دي.»

افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته، د شته محدودیتونو ترڅنګ د امریکا د مرستو بندېدو افغان ښځې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي چې د دغه بهیر دوام کولی شي د ځوانانو د کډوالۍ او د کورنیو ترمنځ د بېوزلۍ کچې لوړولو لامل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام