اسراییلي ځواکونو تېره ورځ دوشنبه په یمن، لبنان، سوریې او غزې هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم تراوسه یمن، لبنان، سوریې او غزې کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دی مشخص شوی، خو ویل شوي چې په ټولیزه توګه دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو پر اساس، دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ د حوثیانو له لوري د اسراییل په بنګورین هوايي ډګر له شوي توغنديز برید یوه ورځ وروسته ترسره شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، پرېکړه یې کړې چې غزه کې لا قوي عملیات ترسره کړي او دا به د یرغمل شویو د خوشې کولو لامل شي.
دې سره، د غزې د رسنیو دفتر ویلي، هلته روغتونونه سقوط ته نژدې شوي او د زرګونو ناروغانو او ټپیانو ژوند له خطر سره مخ دی.
د غزې روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۵۲ زره او ۵۶۷ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۱۸ زره او ۶۱۰ نور ټپیان دي.



