رضا سلحشور چې ۲۹ کاله عمر لري، په خپل نوښت یې، د کرنې برخه کې بېلابېل وسایل جوړ کړي دي. هغه ۲۲ ټراکټور، یو حرارتي جنراټور او د برښنا تولید یوه دستګاه جوړه کړې ده. سلحشور وايي، د یادو وسایلو د جوړېدو انګېزه یې، هېواد ته له بهره د واردېدونکو توکو او وسایلو څخه اخیستې ده.
رضا سلحشور وویل: «د ټراکټورونو ښاري بڼه مې چې ولیده چې زموږ هېواد ته واردېږي، نو کله چې زموږ سیمې ته راتلل، نو ډېر عوارض یې، کول، یو یونیم کال یې، کار کاوه او خلک ترې پېښمانه و. بیا ما ولیدل او هماغه شکل مې ورته جوړ کړ چې عوارض ونهلري، کم مصرفه و. پرزې یې، هر چېرته پیدا کېږي، ښه سهولت دی.»
رضا له تېرو لسو کلونو راهیسې دې برخه کې کار کوي او توانېدلی چې خپل جوړ کړي، ۱۵ وسایل وپلوري. نوموړی دې لاره کې له بېلابېلو ننګونو سره مخ شوی دی.
نوموړي وویل: «هر هغه وسیله چې ما جوړه کړې ده، یوه یوه ده، ځکه چې ما د جوړولو توان نه درلود. یوازینۍ ستونزه چې زه یې لرم، هغه مالي ستونزه ده. دا وسایل ډېرې بودیجې ته اړتیا لري. حکومت باید یوازې مالي ملاتړ وکړي. زما یوه پروژه نیمګړې ده، ما د هغې لپاره بودیجه نهدرلوده. دا د څارویو د ضایعاتو ګاز دی، نیمګړې پروژې لګښت ډېر دی. دا کار د هر هغه چا لپاره ګټور دی چې په خپل کور کې د سون ګاز ته اړتیا لري.»
۵۰کلن اکبر د دایکندي اوسېدونکی دی او له ۲۵کلونو راهیسې پر کرنه بوخت دی. نوموړی وايي، دی د هغه ځوان له وسایلو کار اخلي چې د کرنې لپاره یې، ۲۰ بېلابېل ډوله کرنیز وسایل جوړ کړي دي. د نوموړي په وینا، د یاد ځوان په لاس جوړ شوي وسایل د ده د کرنیزو محصولاتو ګټه هم ډېره کړې.
نوموړي وویل: «دا کار په هغه سیمه کې ډېر ښه دی چې موږ پهکې ژوند کوو. په دې سیمه کې هېڅوک دا شیان نهپېژني. دا سړی په دې کارونو کې ډېر فعال دی. هغه د کرنې لپاره ګټور دی. ځمکه ښه قلبه کوي، او ښې پایلې لري. دا ډېر ارزانه دی. له نورو څخه ډېر ارزان دی، ۶۰، ۷۰ زره یې پلوري، دا په ۲۰ یا ۲۵ زره دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دایکندي یوه بل اوسېدونکي شمسالله صدیقي وویل چې له تېرو څلور میاشت راهیسې د یاد ځوان د بخارۍ او ټراکټور څخه استفاده کوي. دی وايي، یادو وسایلو ورته ډېر اسانتیاوې برابرې کړې دي.
هغه وویل: «مثبت بدلونونه دا دي چې غوا پخپله ساتنې ته اړتیا لري، لګښتونه لري. کله چې تاسو قلبه کوئ، تاسو پکې سون مواد اچوئ، تاسو یې کاروئ، دا ساتنه نه غواړي، پاملرنه غواړي، غوا خواړه او کار دواړه غواړي او یو څوک باید د هغې پاملرنه وکړي. که محصولات او تولید خپله هېواد کې وشي، اغېز به یې، ښه وي. د بېلګې په توګه، چینایي جنراتورونه چې خلک یې د ۳۰ څخه تر ۵۰زرو پورې اخلي، مګر د دوی فعالیت ښه نهدی، دوی قوي ندي، دوی دوامدار ندي.»
بلخوا د کرنې برخې کارپوهان پر دې باور دي چې له مډرن وسایلو ګټه اخیستل کولای شي، د کروندګرو لپاره ګټور تمام شي او دې برخه کې ډېرې ستونزې هوارې کړي.

د کرنیزو چارو کارپوه مصطفی تیمور وردګ سلاموطندار ته وویل: «هر هېواد کې ځوانان شته چې ځینې وسایل جوړوي چې خورا ګټور دي. دوی په ټولنه کې شته ستونزو ته پام کوي او د حل لپاره یې اختراع کوي. دا ډېره ګټوره ده، کله چې په افغانستان کې یو ځوان وینې چې په کرنیز سکتور کې کومه ستونزه شتون لري او بیا یو څه اختراع کوي چې دا ستونزه حل کړي. دا د کرنې په پراختیا کې ډېره مرسته کوي، ځکه چې د افغانستان په کرنیز سکتور کې ستونزو او وضعیت ته په پام، دوی د هغې مطابق اختراع کوي.»
د اقتصادي چارو کارپوه نصیر رښتیا وايي: «تولید د یوه هېواد د اقتصاد د ملا تیر دی او هر کله چې له کورني تولیداتو ملاتړ کېږي، درې پیغامونه درلودی شي: لومړی خارج ته د اسعارو لېږد مخه نیسي، دویم کولای شي چې هېواد کې د دندو رامنځته کېدو لامل شي او درېیم هم هر څومره چې پانګوال او تولیدونکو څخه ملاتړ کېږي او لګښت وکړي، دا د هېواد اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي.»
د یادونې وړ ده چې د پرمختللو کرنیزو وسایلو نشتوالی، د دې لامل شوی چې هېواد کې ګڼشمېر کروندګر له دودیزې کرنې کار واخلي، خو د ورته نوښتونو او په کور دننه اختراعات تر یوه بریده د کروندګرو کار اسانه کړی دی.


