Asset 1SWN

سلام وطندار

کارموندنه او نوښت؛ د ګاڼو صنعت کې د دوو ځوانانو د بریالیتوب کیسه

نوآوری-و-کارآفرینی-1-r10brjenv4swd5j38rmdbilcppeo285oupvuw89dag

هر څه له یوه فکر پیل شول؛ له هنر سره لېوالتیا، ګران‌بیه فلزاتو ته ډیزاین او ښکلا ورکول، د پروان دوه اوسېدونکي اړ کړل چې دې برخه کې پانګونه وکړي او د « زیورالات کوشانیان» په نوم خپل «برنډ» جوړ کړي.

دغه دوه ځوانان نه‌یوازې خپلو پېردونکو ته محصولات وړاندې کړي، نورو ته د انګېزې ورکولو لپاره د خپلو هڅو، زړورتیا او نوښتونو کیسې هم کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۲۲کلنه فاطمه رسولي او ۲۹کلن عبدالحبیب دغه شرکت جوړ کړی او دا مهال پنځه کسان ورسره کار کوي چې ښه عاید هم لري.

عبدالحبیب سلام‌وطندار ته وویل: «د تجربې لپاره مې ځینو شرکتونو سره کار وکړ. په ۲۰۱۷کال کې مې د زرین په نوم د ګاڼو جوړولو شرکت پرانېست؛ ۲۰۲۲کال کې مې د کوشانیانو په نوم د ګاڼو شرکت جوړ کړ او ۸۰ افغانۍ مو په ګډه پانګونه وکړه.»

فاطمه چې له عبدالحبیب سره یوځای کار کوي، وايي: «کار مو ګاڼې او سره زر جوړول دي؛ د بل ځای ډیزاینونه نه‌دي، خپله یې جوړوو، درې کاله کېږي چې کار کوم؛ د سرو زرو ډیزاینول مې زده‌کړي. خپل نوښت مو دی؛ له طبیعت، لرغوني او تاریخي اثار څخه الهام اخلوو.»

فاطمه هم سلام‌وطندار ته وايي چې د وخت په تېرېدو سره یې، کاروبار ښه شوی او پېردونکي لري او په وینا یې، کورني او نړیوال فرمایشونه یې، زیات شوي دي.

نوموړي وویل: «کورني او بهرني پېردونکو لرو؛ له لومړي کال څخه ډېر دي. پېردونکو لرو؛ ډېری ځوانان دي؛ ډیزاینونه مو د ځوانانو لپاره دي.»

بل‌خوا د پام وړ پرمختګونو سره سره د یادو دوو ځوانانو دغه مزل له ستونزو او ننګونو سره هم مل وو. عبدالحبیب وايي: «پیل کې ډېرې ستونزې وې؛ د پېردونکو او بازار نشتون، د پانګونې نشتوالی؛ خو اوس ښه دی.»

فاطمه چې تازه یې، کار پیل کړی، وايي، د میاشتې له ۳۰ تر ۶۰زره افغانۍ عاید لري. «اوسط ډول عاید دي چې له ۳۰زره تر ۶۰زره افغانۍ عواید دي؛ د کال له ۵۰۰زره تر ۶۰۰زره افغانۍ عواید لرم. د میاشتې راته له ۱۸ تر ۲۰زره پاتې کېږي.»

د اقتصادي چاروکارپوهان کوچني کاروبارونه ارزښتمند بولي او وايي چې دغه چاره د کورنیو ترڅنګ د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لامل هم کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالوافي نایب‌زی وايي: «همدا کس دی چې ترې کورنۍ جوړېږي؛ له کورنۍ ټولنه او بلاخره همدا ټولنې دي چې د هېواد اقتصاد جوړوي، نو کله چې د کورنۍ اقتصاد جوړ وي، د هېواد ورسره جوړ وي. کس ته فکر او پوهه اړینه ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د «کوشانیانو د ګاڼو جوړولو شرکت» د کاروبار یوه بریالۍ بېلګه ده چې یادو دوو ځوانانو د خپلې لېوالتیا له امله د بري لوړو ته رسولې. یادو ځوانانو نه‌یوازې کاروبار په لاره اچولی، بلکې نورو ته د انګېزې یوه بېلګه ده چې  کولای شي، خپل منزل ته ځان ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام