Asset 1SWN

د اسلامي امارت مشر: اوس یې وخت دی چې ټولو برخو کې شریعت تطبیق شي

haibatullah_0

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي چې شیخ‌هبت‌الله اخندزاده تېره ورځ د پکتیا له والي ملا مهرالله حماد، د علماو شورا مشر، امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس او د یاد ولایت د ادارو له مسوولانو سره لیدلي.

هغه دغه لیدنه کې ویلي، د شرعي نظام د حاکمیت لپاره باید هڅې وشي، څو اسلامي او شرعي په ځانګړې ډول د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر احکام چې د اسلام اصلي هدف دی، نافذ شي.

شیخ‌هبت‌الله اخندزاده ټینګار کړی چې اوس یې وخت دی، ترڅو په اقتصادي، سیاسي، او نظامي چارو کې شریعت تطبیق شي.

هغه وویل: «الله تعالی یو ښه فرصت راوستلی، د الله تعالی شکر ادا کړئ چې د علم، د دین، د اسلام د خدمت کولو او د اتفاق، اتحاد، د اخووت او ایماني ورورګلوۍ د دې ټولو لپاره ښه زمینه برابره شوې، نو ساتل او حفاظت يې پر موږ او تاسي پوري اړه لري، مسوولان دې خپل مسؤلیت ته ښه متوجه شي، له غفلت څخه دې ځان وساتي، د شرعي نظام د حاکمیت لپاره باید قربانۍ ورکړو، حوصله باید ختمه نه‌شي او کوښښ وکړو چې اسلامي او شرعي احکام نافذ شي، په خاص ډول امربالمعروف نهي عن المنکر چې د اسلام اصلي هدف دی، اوس وخت دی چې په اقتصادي، سیاسي، او نظامي امورو کې شریعت تطبیق شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه دغه لیدنه کې د مسوولانو ترمنځ په همغږۍ ټینګار کړی او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې خپل مسؤلیت ته متوجه شي او له غفلت څخه ځان وساتي.

شيخ‌هبت‌الله اخندزاده همدارنګه زیاته کړې چې مسوولان د خلکو په خدمت مکلف دي او هڅه دې وکړي د خلکو ترمنځ دښمنۍ او اختلاف له منځه یوسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام