د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۵۰ بابه ښوونځي بیارغول کېږي.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلاموطندار ته وویل، دغه ښوونځي به په راتلونکي یوه کال کې د شاوخو ۴۵۰زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بیاورغول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «د ترمیم په دغو چارو کې د ښوونځیو د ودانیو، دروازو، کړکیو، دېوالونو او نورو اړینو ملحقاتو رنګول او د اساسي ترمیم کارونه شامل دي، چې په بیا رغېدو سره به یې شاوخوا ۴۰زره زدهکوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.»
عرب وویل، پوهنې ریاست هڅه کوي چې د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې هغه ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړې چې زدهکوونکي یې په کرایه کورونو او یا هم په ازاده فضا کې په لیکلوست بوخت دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
هېره دې نه وي چې لوګر کې د پوهنې ریاست اړوند ۲۸۷ دولتي ښوونځي شتون لري چې له ډلې یې، ۹۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې له پراخو ستونزو سره-سره په کرایه کورونو او ازاده فضا کې په لیکلوست بوخت دي.