د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمدالشرع په دغه هېواد کې پر ملي یووالي او د سولې پر پایښت ټينګار کړی دی.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دا مهال د سوریې په شمال کې د مخکیني پرځېدلي حکومت ولسمشر بشاالاسد پلوي ځواکونه د احمدالشرع تر مشرۍ لاندې لنډمهالي حکومت سره په نښته دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تراوسه په دغو نښتو کې د څه باندې ۱۰۰۰ کسانو د وژل‌کېدو پخلی شوی دی.

احمدالشرع چې د دمشق په یوه جومات کې خبرې کولې وویل: «د سوریې په اړه ډاډه واوسئ! دا هېواد د پایښت لپاره ځانګېړنې لري، هغه څه چې اوس سوریه کې پېښدونکې دي، د تمې ننګونې دي.»

 یوې امنیتي سرچینې الجزیرې ته ویلي چې د اسد پلو ځواکونو د بریدونو له امله د سوریې لنډمهالي حکومت شاوخوا ۲۰۰ سرتېري وژل شوي دي.

له هغه وخت راهیسې چې دا بریدونه پیل شوي، د سوریې له بېلابېلو سیمو د اوسني حکومت ګڼ‌شمېر امنیتي ځواکونه د علوي فرقې چې د بشارالاسد پلوي کوي، د محاصره لپاره یادې سیمې ته ور روان دي.

دغه بریدونه اوس تر ډېره پر غچ اخیستونکو بریدونه تبدیل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، له تېرو څو ورځو راهیسې د سوریې په بېلابېلو ښارونو کې نښتې روانې وې او بېګاه شپه هم د دواړو لوریو ترمنځ جګړې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام