Asset 1SWN

د کمال‌خان بند ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل کېږي

R (1)

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه د کمال خان بند د سرپرست حکومت د یوشمېر لوړوپوړو چارواکو له لوري ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کمال خان بند د اوبو مدیریت لپاره حیاتي رول لري او د کرنې پراختیا ترڅنګ، د هېواد اقتصادي ودې او پرمختګ برخه کې مهم ګام شمېرل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې بند په پرانېستل‌کېدو سره به د سیمو اوسېدونکو ته د کرنې، اوبولګولو او برښنا تولید برخه کې ګڼې‌ اسانتیاوې رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کمال خان بند د نیمروز مرکز ۹۵ کیلومټرۍ او د چهاربرجک ولسوالي په ۱۸ کیلومټرۍ کې موقعیت لري چې د هېواد له مهمو او سترو پروژو بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام