Asset 1SWN

سلام وطندار

خبریالان: اطلاعات راسره پر وخت نه‌شرېکېږي

خبریالان۱

یوشمېر خبریالان اطلاعاتو ته د رسنیو د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، دغه محدودیتونه د دوی د ژورنالیستیکي فعالیتونو مخه ډب کړې.

په کابل کې خبریال زیارمل هوتکي وايي، یوشمېر حکومتي ویاندویان له خبریالانو سره د معلوماتو شریکولو ډډه کوي او ځینې يې بیا بشپړ معلومات نه‌ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د ځینو وزارت‌خونو ویاندویان همکاري نه‌کوي، موږ په وار وار دې ستونزو سره مخ شوي یوو، تېره اوونۍ مې د یوه وزارت ویاند ته پیام ورکړ، ځکه خلکو له یاد وزارت شکایت کاوه، خو خبرې یې ونکړې، غوښتنه مو دا ده چې مسوول او ویاندویان باید بشپړه همکاري وکړي له رسنیو سره، ګنې زموږ کارونه نیمګړې پاتې کېږي.»

یوه بله خبریاله ذکیه بیا وايي چې لا هم ستونزې پر ځای دي او د ځینو وزارت‌خونو د مسوولانو همکاري ډېره کمه ده. «ځینې چې معلومات شریکوي، کافي نه‌وي، دوی یې، پر وخت له رسنیو سره نه‌شریکوي او راپور مو نیمګړی او له خپرېدو پاتې کېږي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد وايي چې د سرپرست حکومت د تګ‌لارې له مخې، رسنیو سره هغه معلومات شریکوي چې ورسره موجود وي. «ځینې مسایل دي چې د امنیتي او پالېسۍ له نظره ځواب نه‌ورکول کېږي؛ دې برخو کې باید رسنۍ حوصله ولري او پالیسي ته پام وکړي؛ معلومات چې وي، حتمنآ شریکېږي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران هم رسنیو ته ډاډ ورکوي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د شته ننګونو د له منځه وړلو لپاره دغه وزارت جدي هڅې کوي.

نوموړي وویل: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اطلاعاتو ته لاسرسي برخه کې خپلې هڅې کړي او کوي یې. وروستیو کې یاد وزارت د رسنیو، خبریالانو، مسوولانو، د اماراتي ادارو ویاندویانو ترمنځ په ټولو زونونو کې ناستې کړي، دې برخه کې ستر پروګرامونه تر لاس لاندې لرو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنۍ وروسته اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی محدود شوی او رسنیز فعالیتونه هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام