د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول فهیمالله لودین سلاموطندار ته وویل، یاد کس چې شاوخوا ۴۰ کاله عمري لري، په مرموز ډول وژل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، له یاد کس جسد سره هېڅ ډول اسناد نشته چې وژل شوی کس څوک او د کومې سیمې اوسېدونکی دی.
لودین زیاته کړه، د دې سړې جسد د مرکز پلعلم ښار له «قصابانو» سیمې څخه ترلاسه شوی او د پېژندنې لپاره د لوګر عدلي طب ته استول شوی دی.
باید وویل شی چې له دې وړاندې هم د لوګر په برهکي برک ولسوالي کې د یوه کس مړی موندل شوی و.