Asset 1SWN

سلام وطندار

سېلابونو په بغلان کې ۵۰ کورونه وران کړي

سیل-در-بغلان-1-qxh55mferj2nmk6h6mnfq9s2nd309lteidpok17wy0

د بغلان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، سېلابونو په دغه ولایت کې ۵۰ کورونه وران کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس هدایت‌الله همدرد وايي، بېګاه د دغه ولایت په مرکزي بغلان او دهنه‌‌غوري ولسواليو کې سېلابونه راوتلي چې له کبله یې کورونه ویجاړ او کرنیزې ځمکې هم اوبو وړي دي.

د هغه په خبره، د دوی د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ یاد سېلابونه د مرکزي بغلان او دهنه‌غوري ولسواليو په کوک‌چنار، منګلا، حسن‌تال او فویانو کلیو کې راغلي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د ژغورنې او مرستندویه ټیمونه یې سیمې ته استولي او په خبره یې، سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام