سلاموطندار له ۲۰ مېرمنو سره د دوی د مالي خپلواکي په اړه مرکې کړي چې د یادو ۲۰ مېرمنو له ډلې لس یې، له مالي اړخه خپلواکې او پاتې لس بیا مالي خپلواکي نهلري.
د مرکو په ترڅ کې موندل شوې، هغه مېرمنې چې مالي خپلواکي لري، د پرېکړو نیولو کې ازادې او تر ډېره رواني سلامتیا څخه برخمنې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې راپور کې له ۱۴ نارینهوو هم خبرې شوي چې دوی د کورنیو اقتصاد کې د مېرمنو رول مهم ګڼلی او ټولنه کې د ښځو د کار او فعالیت پلوي دي. د دې راپور د موندلو پربنسټ، ټولې مېرمنې غواړي چې د کورنیو اقتصاد کې ونډه ولري. لس مېرمنې چې دندې لري او مالي خپلواکې دي، د هغو مېرمنو په پرتله چې وزګاره دي، د کورنیو پرېکړو کې مهم رول لري او د کورنۍ اقتصاد او مدیریت کې هم ونډهوالې دي.
د بلخ اوسېدونکې رویدا په یوې رسنۍ کې کار کوي او مالي استقلالیت لري. دا وايي: «پوهېږم چې افغانستان کې ډېری کورنۍ ډېر غړي لري او نفوس ډېر وي؛ په ځانګړې توګه اوسنیو شرایطو کې چې د ډېرو کورنۍ وضعیت ټيټ دی. په دې دلیل، ډېره سخته ده؛ په همدې دلیل ښخې هم د نارینهوو ترڅنګ په کارکولو سره کولای شي، د کورنۍ اړتیاوو برابرولو کې مرسته وکړي.»
مرمر چې د بدخشان اوسېدونکې ده، وايي، مالي خپلواکي د دې لامل کېږي چې مېرمنې د کور مالي چارې ښې مدیریت کړي او د کورنۍ مهمې اړتیاوې هم برابرې کړي. «کله چې یوه مېرمن مستقله وي، د خپل او کورنۍ ژوند کې ډېرې اسانتیاوې راوستلی شي. ښځه چې دنده ولري، معاش ولري، کولای شي، خپلې اړتیاوې برابرې کړي؛ کولا شي، لباس واخلي، د کور اړتیا وړ توکي واخلي. یا دا چې ماشومانو ته څه واخلي، مور، پلار او خوېندو او ورونو ته، خپلې ټولې هیلې پوره کړي.»
د دغه راپور د موندنو له مخې، لس ښځې چې مالي خپلواکي نهلري، سلاموطندار ته ویلي، کمارزښتۍ، نورو ته تړاو احساس کوي او روحي او رواني وضعیت یې هم نامناسب دی. دوی وايي، د مالي خپلواکي نهشتون لامل شوی چې پر ځان یې، باور کم شي.
د تخار اوسېدونکې نازنین پخوا دنده لرله، خو اوس وزګاره ده او مالي خپلواکي نهلري. دا وايي، د پیسو مصرفولو واک نهلرل، لامل شوي چې ځان کم ارزښته وبولي او د کورنۍ د اوږو بار شي. «ښځې کار کوي؛ پيسې ګټي، د کورنۍ اقتصاد کې ونډه لري؛ د همدې لپاره کولای شي چې د کورنۍ پرېکړو کې ونډه ولري او هره برخه کې یې، نظر ته ارزښت ورکول کېږي.»
مریم هم مالي خپلواکي نهلري او وايي چې دا چاره لامل شوې چې هغه، نورو او کورنۍ ته تړاو ولري. «خاوند چې خاوند دی، ورته کمه راځې، کورنۍ ته دې کمه راځې. که له خپله جېبه دې وي، مصرفه به یې کړې، ښه ده. ښځې چې مالي خپلواکي نهلري، له داسې ستونزو سره مخ ده.»
حس بیا مخکې دنده لرله او کار به یې کاوه، خو اوس وزګاره او کورناستي ته اړ شوې. دا وايي، هغه ازادي او واک یې چې پخوا درلود، اوس یې، نهلري او ژور خپګان باندې اخته شوې. «اوس ډېری مېرمنې چې اقتصاد یې، خراب دی او کور کې دي، هېڅ هیلهبښوونکی وضعیت نهلري، هره ورځ محدودیتونه زیاتېږي.»
بلخوا ۱۴ نارینهوو چې دې راپور کې مرکې کړي، وايي، د ښځو مالي خپلواکي د دې لامل کېږي چې نارینه د کورنۍ اړتیاوو برابرولو کې د یوازیتوب احساس ونهکړي او مالي ستونزې هم راکمولی شي.
د بلخ اوسېدونکی نجیبالله وايي چې د مېرمنو کار او فعالیت لامل کېږي چې دوی د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې برابرې کړي او د کورنۍ اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.
هغه وویل: «هغه مېرمنې چې کار کوي، په ځانبسیا وي او کولای شي، خپلې اړتیاوې پوره کړي. ټولنه، دودونو او راشه درشه کې د هغو مېرمنو په پرتله ښې پوه وي چې کار نهلري. ښځې چې کار کوي، وړتیا او ښه درک لري او د خپلې ټولنې، کورنۍ او لومړیتوبونو ته یې، پام وي.»
د کابل اوسېدونکی فریدون وايي: «کله چې یوه مېرمن له مالي اړخه خپلواکه وي، د کورنۍ اړتیاوو برابرولو کې ونډه اخلي. ښخې چې کار کوي، کولای شي چې د کور په پرېکړو کې ونډه ولري او هغه ښځې چې کار نهکوي، ځان د کورنۍ پرېکړو کې مهم نهبولي.»
اقتصادي چارو کارپوهان د ښځو مالي استقلالیت د کورنۍ او ټولنې ودې لپاره مهم بولي او وايي چې دنده لرونکې مېرمنې پر ځان باور، غوره رواني سلامتیا او د خپل او خپلې کورنۍ مدیریت کولای شي.
مسعوده کریم وايي: «دغه مېرمنې د خپل ژوند اړتیاوې خپلې برابروي او خپله د لګښتونو مدیریت او کنټرول لري. دوی هغه کسان دي چې اسانه کولای شي، مقابل لوري ته خپل نظر وړاندې کړي او همداراز کومې موضوع کې چې مخالفې وي، خپل مخالفت بیان کړي. دنده لرونکې مېرمنې ژغورونکې کښتۍ دي چې د اړتیا پرمهال کورنۍ او خاوند سره مرسته کوي.»
حنیف فرزان چې افغانستان کې د ښځو ملاتړ په موخه د دندې موندنې او کارپیداکولو برخه کې د یوې موسسې مسوول دی، وايي: «بلخوا د امنیت او فعالیت لپاره د فرصتونو پېژندلو او موندلو لامل کېږي او همداراز ټولنیز او مدیریتي برخو کې د مېرمنو د ودې لامل کېږي. مالي خپلواکي د سالم رقابت، ټولنیز ګډون او د ښځو د ظرفیت لوړولو لامل دی.»
ارواحپوه شاکر صدیقي بیا وايي چې د کار لرل د مېرمنو پر روحي او رواني وضعیت مثبت اغېز لري. «مالي استقلالیت ښځو ته اجازه ورکوي چې د ژوند پرېکړه نیونه کې مهم رول ولري او د ارزښتدرلودو حس ولري. دندې ښځو ته فرصت ورکوي چې ټولنه کې مشارکت ولري او ټولنیزې او حرفوي پراخې اړېکې ټينګې کړي چې دا چاره هم د دوی د روحي او فردي ودې لامل کېږي.»
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا وايي چې بېلابېلو برخو کې مېرمنو ته د فعالیت زمینه برابره ده او دغه وزارت هڅه کوي چې د مېرمنو اقتصادي ستونزو هواري لپاره شته پروګرامونه پلې کړي.
هغه وویل: «خویندې کولای شي، د اقتصادي کارونو او فعالیتونو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي او پور واخلي او کوچني کارونه پیل کړي. روغتیا، ښوونې او روزنې او کوچني سوداګري، پلانونه شته چې مېرمنو ته به د کار زمینه برابروو او دوی هم کولای شي، اقتصادي ستونزې هوارې کړي.»
دغه راپور کې داسې مهال د مېرمنو د مالي خپلواکي د ستونزو کیسې کېږي چې شته محدودیتونو د مېرمنو لاس لنډ کړی او د وزګارتیا ترڅنګ کورناستي ته اړ شوي دي.