د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرو کې نوموړي ته مشوره ورکړې چې د اوکراین جګړه نوره ونهغځوي.
له یادې ټیلیفوني اړیکې یوې باخبرې سرچینې رویټرز ته ویلي، دغه خبرې داسې مهال شوي چې ولسمشر جوبایډن غواړي، ټرمپ وهڅوي، څو له کېیف ملاتړ وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرچېنې په وینا، ټرمپ او پوتین د وروستیو ورځو پرمهال خبرې کړي، خو کره نېټه یې نهده په ډاګه کړې.
همدا راز د تېرې چهارشنبې پر ورځ ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې.
ټرمپ اوکراین سره د امریکا د مالي ملاتړ پر کچې نیوکه کړې او ژمنه یې کړې چې دغه جګړه به ژر پای ته ورسوي، خو دا چې څنګه، په دې اړه یې، څه نهدي ویلي.
د اوکراین بهرنیوچارووزارت دې ټیلیفوني اړیکې په غبرګون کې ویلي چې دوی د ټرمپ او د نړۍ نورو مشرانو ترمنځ د شخصي ټیلیفوني اړېکې په اړه نظر نهلري.
په امریکا کې د روسیې سفارت هم تراوسه د یادې ټیلیفوني اړیکې په تړاو وضاحت نهدی ورکړی.