د موټر جوړولو نړیوال شرکت «ټسلا» د روبوټکسي په نوم خپل نوي برښنايي او له شټرېنګ پرته موټر نندارې ته وړاندې کړ.
د دغه شرکت خاوند اېلن ماسک وايي، دغه موټر چې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دی، شټرېنګ، برېک نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد موټر به د ۲۰۲۶کال پرمهال د پلور لپاره بازار ته وړاندې شي.
ماسک ټينګار کړی چې د ټسلا موټر جوړولو شرکت د برښنايي موټرو د تولید کچه دې ته رسېدلې چې موټرچلوونکي ته اړتیا نهپیدا کېږي.
ټسلا نهه کاله وړاندې د برښنايي موټرو د تولید چارې پیل کړې چې وخت ناوخت د یادو موټرو د خوندیتوب اړوند ډاډمنتیا په تړاو شکونه او نیوکې وړاندې شوې دي.
د ټسلا شرکت د خاوند اېلن ماسک په وینا، اوس اړتیا نشته چې له موټرچلوونکي پرته د یاد شرکت د برښنايي موټرو پر خپلسري تګ څار وشي. روبوټکسي مسافر د سفرپرمهال په دې موټر کې ویده کېدای شي او منزل ته تر رسېدو وروسته له خوب راوېښېدای شي.
ټسلا د موټر جوړولو نړیوال شرکت تمه لري چې د روبوټکسي بیه له ۳۰زره ډالرو کمه وي.
اېلن ماسک په دې هڅه کې دی چې خپل پخواني برښنايي موټر کم او هوډ لري چې د مصنوعي ځیرکتیا او رباتیک صنعت کې د یوه فعال شرکت په توګه راڅرګند شي.