Asset 1SWN

پر کونړ سیند د کښتۍ ډوبېدو له امله اته کسان مړه شوي

یزبی

د ننګرهار کوزکونړ ولسوالي اړوند کاشکوټ سیمه کې پر کونړ سیند د کښتۍ ډوبېدو له امله اته کسان مړه او نهه نور ټپیان شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌ الله قریشي وایي، د کوزکونړ ولسوالي د کاشکوټونو او سربند سيمه کې پرون ناوخته د «تیزې سيلۍ» له امله يوه ۱۷ کسيزه کښتۍ اوښتې چې اته کسانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 په مړو شویو کې يوه مېرمن او ماشومان هم شامل دي.

نوموړی وويل چې له سيند څخه نهه کسان ژوندي او د يوې مېرمنې په ګډون د څلور کسانو جسدونه ويستل شوي دي.

د يوې ماشومې په ګډون د څلور جسدونه لا نه‌دي موندل شوي.

له دې وړاندې  هم ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو ورته پېښې رامنځته شوي چې یوشمېر کسان په‌کې مړه او ټپیان شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي له یوې سیمې بلې ته له سیند د اوښتو لپاره له کښتیو ګټه اخلي چې وخت ناوخت د تېزې سیلۍ او څپو له کبله ورته پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام