Asset 1SWN

ډاکټران: ښځې له نارینه‌وو ډېرې پر شکر ناروغي اخته کېږي

دیابت

یوشمېر ډاکټران وايي، ښځې له نارینه‌وو ډېرې پر شکر ناروغي اخته کېږي. په کابل کې له ۲۳ ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې پر شکر ناروغي د ښځو اخته کېدل بېلابېل لاملونه لري. د ۲۳ ښځو له ډلې ۲۰ هغو ویلي چې پر دې ناروغي په ارثي ډول اخته شوې دي. بنفشه او نجیبه چې دواړه پر شکر ناروغي اخته دي، سلام‌وطندار ته ویلي چې دا ناروغي له پخوانیو ورته پاتې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بنفشه وايي: «دولس کاله کېږي چې پر شکر ناروغي اخته یم؛ بچیان نه‌لرم؛ ځکه شکر ناروغي مې د بې‌اولادۍ لامل شوې ده؛ هېڅ امېندواره شوې نه یم. له مجردۍ راهیسې پر شکر اخته یم او دا ناروغي مې ارثي ده. پلار مې، مور مې، خاله مې، عمه مې؛ ټول پرې اخته دي.»

نجیبه هم وايي: «یوولس کاله کېږي چې پر شکر ناروغي اخته شوې یم. شپږ ماشومان لرم او شکر مې ارثي دی. ډېره موده کېږي چې درملنه کوم او ناروغي په یوه حال کې نه‌ده. ډېر کله چې اندېښنې وکړم، شکر مې لوړېږي.»

ښځې ښايي د امېندوارۍ پر مهال پر شکر ناروغي اخته شي، خو د ماشوم له زېږېدو وروسته په عادي ډول بېرته له منځه ځي. فېروزه چې پر شکر ناروغي اخته ده وايي، د امېندوارۍ پر مهال پر دې ناروغي اخته شوې ده.

هغه زیاتوي: «زه اووه کاله مخکې د امېندوارۍ پر مهال پر شکر ناروغي اخته شوم. کله مې چې عملیات وکړ، بیا پوه شوم چې پر شکر اخته شوې یم. ډېر کله به ګنګسه وم؛ ځان مې درد کاوه؛ ما ان د زړه ناروغي لرله او زړه مې ډېر کمزوری شوی و. بیا ډاکټر معاینات وکړل او ویې ویل چې شکر لرې. له خوړو پرهېز یم.»

په همدې حال کې د شکر ناروغي د یوه مرکز ډاکټره زرغونه جبیبي وايي، دغه روغتون ته د نارینه‌وو په پرتله هغه ښځه ډېرې ورځي چې پر شکر ناروغي اخته دي.

نوموړې زیاتوي: «د ورځې له شاوخوا ۶۰ تر ۱۵۰ ناروغان لرو؛ له کابل ښار او ولایتونو څخه راځي. موږ ۲۳۷۲۶ ښځینه او ۲۰۷۳۰ ښځې ثبت کړي چې پر شکر ناروغي اخته وو؛ یعنې د نارینه‌وو په پرتله مو د ښځینه ناروغانو شمېر زیات دی.»

د داخله څانګې ډاکټر رحیم‌ګل دروېش هم وايي چې ښځې د نارینه‌وو په پرتله ډېرې پر شکر ناروغي اخته کېږي. نوموړی زیاتويي: «ښځې د نارینه‌وو په پرتله ډېرې پر شکر ناروغي اخته کېږي او ښځې د نارینه‌وو په پرتله کم فزیکي فعالیتونه کوي. په ښځو او نارینه‌وو کې د شکر نښې‌نښانې یو ډول دي؛ هېڅ توپیر نه لري. ځینې نښې‌نښانې یې دي چې هغوی وږي او تږي کېږي، تګ‌راتګ یې ډېر وي او ژور خپګان لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل پر شکر ناروغي د اخته کسانو د شمېر زیاتوالی مني او وايي: «په ۲۰۲۲ کال کې مو له بده مرغه ۱۷۴۹۹ پېښې لرلې، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۴۴۴ پېښې ثبت شوي او په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۱۴۸۶۶ کسان چې پر شکر ناروغي اخته وو، ثبت شوي دي. په ۲۰۲۳ کې ۴۰۶ کسان چې ښځینې او نارینه‌ په‌کې شامل دي، مړه شوي دي. پر شکر ناروغي د اخته کسانو د درملنې لپاره په وزیر محمداکبر خان روغتون کې یو مرکز جوړ شوی او په ولایتونو کې هم، لکه په ننګرهار کې یو ۲۰ بستریز روغتون ورته ځانګړی شوی دی.»

د یادونې ده چې پر شکر ناروغي اخته کېدل بېلابېل لاملونه لري او له دې ډلې جنېټیکي لاملونه، چاغوالی او لږ فزیکي خوځښت یې اصلي لاملونه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام