Asset 1SWN

کابل کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو تولید کارخونه پرانېستل شوه

GQNLoBQXMAAa3h_

د کابل ښار «هوت‌خېلو» سیمه کې په نړیوالو معیارونو برابره د «لایف‌پرل» په نوم د درملو د تولید یوه خصوصي فابریکه پرانېستل شوه.

د یادې فابریکې پر جوړولو ۲۰ میلیونه ډالره لګول شوي او دامهال په‌کې ۵۰ قلمه درمل تولیدېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د درملو جوړولو د دغې فابریکې مشر احمدالله کوچي وویل: «په یوه شپه او ورځ کې یونیم میلیونه ټابلېټ، یو میلیون کپسول او ۱۰۰زره بوتله شرابه تولیدولی شي او دې کارخونه باندې ۲۰ میلیونه ډالره لګښت راغلی دی.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېوادوال د درملو په پېرلو د کال تر یو میلیارد ډالرو پورې لګوي. د دغه وزارت د درملو او خوړو ادارې مرستیال عبدالباري عمر وویل، افغانستان دامهال د درملو په تولید کې له ۲۰ تر ۲۵ سلنې ځان بسیاینې ته رسېدلی.

هغه وویل: «تر دامهاله افغانستان له ۲۰ تر ۲۵سلنه د درملو تولید برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او موږ له خصوصي سکټور غواړو چې راشي او په ګډه، د درملو تولید لویه کارخونه جوړه کړو چې هغه درمل چې نړۍ کې د بېلابېلو ناروغیو لپاره تولیدېږي، تولید کړو او حکومت به د ځمکې او برښنا برخه کې مرسته وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د درملو د تولید یادې فابریکې څخه وغوښتل چې باکیفیته او په مناسب نرخ درمل تولید کړي. نوموړي هېواد ته د درملو له قاچاق کوونکو سوداګرو هم وغوښتل چې له دغه کاره ډډه وکړي.

هغه وویل: «هغه وروڼه چې د قاچاق له لارې بې‌کیفیته درمل هېواد ته واردوي، غواړو چې له خلکو سره ظلم ونه‌کړي او له دې کار دې لاس واخلي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر اساس، دامهال هېواد کې د درملو د تولید ۹۵ فابریکې فعالیت لري، خو بیا هم د هېوادوالو د اړتیا وړ ډېری درمل له بهره واردیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام