Asset 1SWN

د کانکور ازموینې د پایلې اعلان؛ له کابل یو زده‌کوونکی اول نمره شو

GS_z1ZQbMAA7QgP (1)

د ازموینو ملي ادارې مسوولانو نن یکشنبه، چنګاښ ۳۱مه کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

د کابل له حبیبې لېسې څخه اتل‌خان رحیم‌زوی د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره، د سږني کانکور ازموینې عمومي اول نمره اعلان شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، له بلخ څخه سیدحامد هاشمي د ۳۵۷.۷۱ نومرو په اخیستو دویم مقام، له فراه څخه شفیع‌الله نظامي د ۳۵۷.۲۵ نومرو په اخیستو درېیم، له لغمان څخه صفي‌الله څلورم او له هرات څخه صفي‌الله مهاجر د ۳۵۵.۹۲ نومرو په ترلاسه کولو سره پنځم مقام خپل کړی دی.

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، سږکال د کانکور ازموینه په شفاف ډول اخیستل شوې او محصلان د خپلو وړتیاوو پر اساس پوهنتونونو ته جذب شوې دي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرسیتال محمدعبدالکبیر دغه غونډه کې وویل: «کانکور د هېواد د تحصیلي نظام مهمه برخه ده او ډاډ ورکوم چې دا بهیر په عدالت پای ته رسېدلې. دې پروسه کې قومي، ژبني مسایل نه‌دي مطرحه او یوازې د ګډون‌کوونکو مهارت او پوهه مهمه وه.»

دا دویم کال دی چې هیواد کې د کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته اخیستل کېږي او اسلامي امارت تر اوسه نه‌دی چمتو شوی چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د اسلامي امارت مسوولان زیاتوي، هڅه کوي چې د لوړو زده‌کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وویل: «اوس پوهنتونونه داسې نه‌دي چې ته به زیار باسې او پایله به نه‌وي او زورواکي او شتمن به مخکې ځي او ته به پایله نه‌اخلې، بلکې اوس چې زیار وباسې، نتیجه به هم اخلې او ستاسو د زحمت په پایله کې امتیاز او اسناد ورکول کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ازموينو ملي ادارې د شمېرو له مخې، د سږکال کانکور ازموينه کې د هېواد د لوړو او نيمه‌لوړو زده‌کړو بنسټونو ته ۷۵ زره ۵۶۰ کسان جذب شوي چې له دې جملې څخه يوازې ۵۶ زره ۸۷۸ کسان په دولتي پوهنتونونو کې جذب شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام