د اوبو او برښنا وزارت مسوولانو نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۸مه، کابل کې د یوې غونډې پرمهال له یوه کورني خصوصي شرکت سره د ۸ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید قرارداد لاسلیک کړ.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبدالطیف منصور دې غونډه کې وویل، ټاکل شوې د لمریزې برښنا د تولید دغه درې پروژې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت، درېوو ولایتونو کې پلې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «فراه، روزګان، پکتیکا کې د برښنا رسونې شبکې فعالېږي او برښنا هم تامنېږي. ارزښت یې ۲۵ میلیونه ډالره دی او روزګان کې خلک تراوسه برښنا ته لاسرسی نه‌لري.»

د مسوولانو په وینا، د دغو پروژو په تطبیق سره به پکتیکا، روزګان او فراه ولایتونو کې د زرګونه کورنیو د اړتیا وړ برښنا تامین شي.

د قراردادي شرکت مرستیال نورالله وویل: «د دې پروژې په پلې‌‌کېدو سره اته میګاواټه لمریزه برښنا، دوه مېګاواټه پکتیکا، درې مېګاواټه روزګان او درې مېګاواټه فراه کې تولید شي چې زرګونه کورنۍ به ترې برخمنې شي.»

بل‌خوا د پکتیکا، روزګان او فراه یوشمېر اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ څخه شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د اړتیا وړ برښنا یې تامین کړي. د دوی په وینا، یوه شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برښنا لري چې هغه هم د یوه خصوصي شرکت له لوري تامینیږي او لوړ لګښت پرې راځي.

د پکتیکا اوسېدونکي حمیدالله همیم وویل: «د پکتیکا مرکز او نورو سیمو کې برښنا د خصوصي شرکتونو له‌خوا تامنېږي چې خلکو ته یې بیه لوړه ده او موږ غواړو چې د حکومت له‌خوا برښنا برابره شي او ټول ورته لاسرسی ولري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان د لمریزې برښنا د نقشې پربنسټ، دغه هېواد د ۲۲۲زره او ۸۴۹ میګاواټه لمریزې برنښا د تولید ظرفیت لري چې د مسوولانو په وینا، د لمریزې برښنا اوسنی تولید څه باندې ۵۰ میګاواټه ته رسیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام