د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، وروستیو بېموسمه اورښتونو د کښتونو تر څنګ، بڼونو ته هم زیان اړولی او سږ کال به د انارو او انګورو حاصلات د پخوا په پرتله د پام وړ کم وي.
بېموسمه اورښتونو د کندهار په ژېړۍ، معروف او خاکرېز ولسوالیو کې د انګورو او انارو بڼونو ته زیانونه اړولي دي. د دغه ولایت د کرنې ریاست د اټکل له مخې، سږ کال به د انارو حاصلات ۱۵ سلنه او د انګورو هم ۳۵ سلنه کم شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو کارپوه ایمل حکیمي وايي: «د انارو حاصلات له لس تر پنځلس سلنه پورې کم شوي او د انګورو حاصلات شاوخوا ۳۵ سلنه کم شوي دي.»
په ورته وخت کې یوشمېر بڼوال وايي، سږ کال د اورښتونو پر مهال که څه هم د کرنې لپاره اوبه ډېرې شوي، خو د بېموسمه بارانونو اوبو د کروندګرو کښتونو او بڼونو ته ډېر زیان اړولی دی.
د دوی په خبره، تمه نه لري چې بڼوال دې سږ کال د حاصلاتو پر مهال خپل کړي لګښتونه هم پوره کړي. دوه بڼوال علياحمد او محبالله په دې اړه وايي:
«سږ کال موږ په طبیعي کرنیزو اوبو شاوخوا لس ځله خپل باغونه خړوب کړي دي؛ نږدې یوهنیمه میاشت یې د ویالې وړیا اوبه لرلې، د مېوو کیفیت ته ښې وې.»
«د برمې اوبه د انګورو د ونو لپاره دومره ګټورې نهدي څرنګه چې د ویالې اوبه ګټورې دي، خو سږ کال بیا هم د انګورو ونو لږ انګور نیولي دي.»
د کروندګرو په خبره، د دې ترڅنګ چې هر کال يې د بېلابیلو لاملونو له امله کښتونو او بڼونو ته زیان رسېږي، د حاصلاتو پر مهال هم په بازارموندنه کې ستونزې لري او همدا لامل دی چې په نیمه بیه محصولات پلوري او ډېر کله له اقتصادي اړخه زیان ویني.
کندهار کې د کرنې ریاست د مسوولانو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې پر ۳۵ زره هېکټاره ځمکې د انارو او انګورو بڼونه جوړ شوي چې په کلني ډول کابو ۵۰۰ زره ټنه حاصلات ورکوي.