د لوګر محلي چارواکي وایي چې تازه یې پلعلم کې له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو سره په یوه غونډه کې پانګوال د طبیعي منابعو برخه کې پانګونې ته هڅولي دي.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرورو د ولایت په مقام کې له چینایي، پاکستاني او افغان پانګوالو سره په یوه ناسته کې دوي ته ډاډ ورکړی چې اوس په دغه ولایت کې تر بل هر وخت پانګونې ته زمینه برابره شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دین پرور له پانګوالو وغوښتل چې د طبیعي منابعو برخه کې پانګونه وکړي او وزګاره ځوانانونو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.
بلخوا کورنیو او بهرنیو پانګوالو هم د لوګر چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د طبیعي منابعو برخه کې به پانګونې ته کار وکړي او له محلي چارواکو یې د پانګهونې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
لوګر چارواکي په داسې حال کې کورني او بهرني پانګوال د طبیعي منابعو برخه کې پانګونې ته هڅوي چې امسيسي چینایي شرکت له لسو کلونو په ډېره موده کې په دې نهدی توانېدلی چې مس استخراج کړي.