د دایکندي محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي کې ۱۰۵زدهکوونکې او یوشمېر ښوونکې مسمومې شوې دي.
دغه نجونې د ګېتي ولسوالي د تمران سیمې په «دشتنخود» ښوونځي کې « پنجشنبه، غويي ۲۷مه» مسمومې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دایکندي د عامې روغتیا ریاست رییس محمدغني صمیم سلاموطندار ته وايي چې د مسموم شویو له ډلې، د درېوو زدهکوونکو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ وو چې ولایتي روغتون ته لېږدول شوې دي.
د نوموړي په وینا، د مسموم شویو نجونو له ډلې یوازې پنځه زدهکوونکې دا مهال په روغتون کې بستر دي او پاتې یې له روغتیايي مرکز تر درملنې وروسته رخصتې شوې دي.
محمدغني صمیم زیاتوي چې دی له یوې ډلې سره د نجونو مسمومېدو څرنګوالي معلومولو او څېړنې لپاره یادې ولسوالي ته ورغلی دی.
یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې مسموم شویو زدهکوونکو لومړی د بد بوی احساس کاوه چې وروسته ورته نفستنګي او پر بدن خارښ پیدا شوی دی. سرچینه همداراز وايي، د مسموم شویو زدهکوونکو شمېر له هغه لوړ دی چې چارواکي یې یادوي.